د المان حکومت د افغانستان وضعیت «نامتعادل او بدلونمنونکی» بللی او زیاته کړې یې ده چې «دې هېواد کې د دولتي ادارو لخوا د وګړو پر وړاندې هیڅ ډول سیستماتیک ګواښ نشته.»
د افغانستان په اړه د المان د بهرنیو چارو وزارت وروستی راپور په ډاګه وايي چې د افغانستان اوسنی وضعیت بې ثباته دی.
الماني رسنیو په دې اړه شننو کې ویلي چې راپور کې د افغان کډوالو د بیرته شړلو په تړاو هیڅ قانوني توصیه نه ده شوې.
د المان د بهرنیو چارو وزارت له یوې اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه دې راپور ته په تمه و، خو لکه څنګه چې ټاکل شوې وه، د ۲۰۱۷ کال په دوبي کې راپور نشر نه شو او تر اوسه ځنډېدلی و.
المان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د شړلو لړۍ تر یو څه حده درولې او اوس یوازې هغه کسان افغانستان ته راستنوي چې یا مجرمان وي، یا وېره ترې احساسېږي او یا هم پولیسو سره د خپل هویت په تثبیت کې مرسته نه کوي.
د المان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه خپلې موندنې د کډوالۍ او پناه ورکونې ادارې او دغه راز خپلو ټولو محکمو ته استوي، خو د سرچینو د خوندیتوب په خاطر دا راپور په عام ډول نه نشروي.