وروستي خبرونه
Thumbnail
ستاسو نظر

آیا افغانستان به راتلونکی عراق شي؟

د ۲۰۱۱ کال په ډیسمبر میاشت کې ډیری عراقیان سرکونو ته ووتل تر څو د عراق نه د امریکايي سرتیرو د وتو خوښي ولمانځي، کومو ته چې هغوی د یرغل کوونکو په سترګه کتل. خو هغوی شاید هیڅ کله هم فکر نه وو کړای چې د امریکایي سرتیري د وتو نه یواځې دری کاله ورسته به هغوی د فرقه اي جګړو ګویا شي، کوم به چې په لږه موده د زرګونو عراقیانو د وژنې لامل وګرځي. د عراق او سوریې د اسلامي دولت یا داعش (الدولته الاسلامیه فی عراق و شام) سخت دریځې ډلې د پاڅون په پایله کې لا همدا مهال د عراق دوهم تر ټولو ستر ښار او د انبار په ولایت کې یو شمیر نور ښارونه د دولت له واکه غورځیدلي. د داعش جنګیالي د عراق او سوریې په پوله واکمن دي او په عراق، سوریې او نورو هیوادونو کې د یو اسلامي امارت د رامنځته کولو هوډ لري.

کله چې د کویټ له لارې د امریکا وروستی سرتیری ووت، ولسمشر اوباما په رسمي توګه د عراق د جنګ د پای ته رسیدو اعلان وکړ، او د هغه هیواد جګړه یې بریالۍ وګڼله. له عراق نه د امریکا په تدریجي توګه د وتو سره یاد هیواد پریکړه وکړه چې په افغانستان کې پخپلو نظامي سرچینو غور وکړي او په ۲۰۰۸ کې یې په افغانستان کې د ځواکونو د زیاتولو امر وکړ. څنګه چې تاریخ څرګنده وي، دې ډول هیڅ کړنلارې اغیزه نه درلوده.

پر عراق د برید په برخه کې د امریکا بنسټیزه موخه د صدام حسین بې رحمه زورواکی حکومت غورځول وو، د چا په اړه چې ویل کیدل چې د اټومي او کیمیاوي وسلو د لاسته راوړلو هوډ یې هم درلود. د صدام حسین نه وروسته د واک د تشې د ډکولو لپاره د امریکا په مرسته یو شیعه دولت چې په فساد ککړ وو د لومړي وزیر نور المالکي د مشرۍ لاندې رامنځته شو. کوم رژیم چې منځته راغی په څرګنده توګه یې د ایران له سیاست نه ګټه پورته کړه او سني مذهبه ډلې یې وځپلې. له بله پلوه په افغانستان کې د امریکا کړنلاره ساده وه، یانې د طالبانو د پاشلو لپاره له ځواک نه ګټه پورته کول. دا موخه هم په سختۍ سره لاسته راغله، او په افغانستان کې د دې ټولو کارونه پایله یې په قطر کې د طالبانو رسمي دفتر وو، په داسې حال کې چې امریکا وايي له ترهګرو سره هیڅکله خبرې نه کوي، خو بیا هم د ګوانتانامو له زندان نه پنځه لوړ پوړي طالبان خوشې شول.

د افغانستان حالات شاید عراق ته ورته نه وي، خو که چیرې د افغانستان راتلونکی دولت له امریکا سره دوه اړخیزه امنیتي تړون لاسلیک نکړي او امریکا له ۲۰۱۶ نه وروسته خپل سرتیري له افغانستان نه وباسي، نو دا شونې ده چې افغانستان هم د عراق له اوسني حالت سره مخ شي. د نورالمالکي په خلاف کرزی په دې وتوانید چې یو داسې دولت جوړ کړي چې پکې پخواني جهادیان او واکمنان شتون ولري، خو د سیاسي ګډون په هڅه کې، ولسمشر کرزي ونشو کړای چې ملت جوړونې او د یو پرمختللي دولت رامنځته کولو ته پام وکړي.

پرته له شکه، د کرزي د ګډ واک کړنلاره د دې لامل شوه چې یو داسې دولت رامنځته شي چې د ملاتړي شبکې او قوم پالنې د غښتلتیا لامل وګرځي، کوم چې په پای کې د هر ډول وظیفه اي دولت د رامنځته کیدو د هیلې د لمنځته تللو لامل شي.

د هیڅ یو غښتلي دولتي بنسټ نه پرته او دا ډول سیاسي چاپیریال چې د بنسټ یې پیژندګلوي او طرفداري وي، افغانستان د قومي بیلوالي لوی ګواښ سره مخ دی. د ۲۰۱۴ کال ټاکنې یې یوه څرګنده بیلګه کیدای شي، څنګه چې قومي پولې غښتلې کیږي او د یو هر اړخیزه دولت د رامنځته کیدو لپاره هیڅ ډول کړنلاره نه لیدل کیږي، کوم چې لا زیات د قومي جلا والي لامل کیږي. او لکه څنګه چې تاریخ جوته کړې، قومي تاوتریخوالی تل د افغاني ټولنې لپاره ډیر زیانمن ثابتیدای شي.

په لنډه توګه، په راتلونکې کې د هر ډول قومي مخالفت د مخنیوي لپاره، افغانان باید تیرې شوې ترخې تجربې را په یاد کړي او د عراق اوسنی حالت د هیواد د راتلونکو مشرانو، چې نه غواړي له امریکا سره دوه اړخیزه امنیتي تړون لاسلیک کړي، یوه څرګنده بیلګه واوسي. افغانستان اوس هم کافي مودې ته اړتیا لري تر څو به خپلو پخو ودریږي. د سټراټیژیکي پلوه دا د افغانستان لپاره ډیره اړینه ده چې له امریکا سره اوږد مهاله سټراټیژیکي همکاري ولري. په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شتون او د امریکا دوام داره مرستې په له افغانستان سره مرسته وکړي او دا فرصت ورکوي چې پایښت ومومي. په پای کې، کوم شی چې اړین دی، هغه د افغانانو ژوند دی.

لیکنه: میثم واحدي

د پرمختګ لپاره د څیړنې او دفاع د ارګان مشر

لیکل شوي ټول نظریات لیکوال پورې اړه لري او د طلوع نیوز استازيتوب نکوي.

ستاسو نظر

آیا افغانستان به راتلونکی عراق شي؟

د ۲۰۱۱ کال په ډیسمبر میاشت کې ډیری عراقیان سرکونو ته ووتل تر څو د عراق نه د امریکايي سرتیرو د وتو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه