Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایا شونې ده چې د سولې خبرې اترې له واقعي پیل مخکې ناکامې شي؟

آیا افغانستان کې د سولې بهیر له جدي ګواښ سره مخامخ دی؟ قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې دوام لري ـ دا یو ښه کار دی. لویه جرګه چې د سولې او مصالحې لپاره ترسره شوه، پای ته ورسېده، خو یو شمېر افغان سیاستوالو هغه تحریم کړه. همداراز یو شمېر افغان سیاستوالو د روان زیږدیز کال په فبروري میاشت کې په مسکو کې د طالبانو له یوه مرکچې پلاوي سره لیدنه درلوده. خو دا چې د دې خبرو دوام د کابل لخوا ۲۵۰ کسیز نه کنټرولیدونکې پلاوي له جوړېدو سره، له بندون سره مخامخ شوې، دا چې د دې بندون او ناکامۍ مسوول څوک دي؟ زما مسوولیت نه دی چې قضاوت وکړم.

که څه هم واقعیت دا دی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو له پیلدو نهه میاشتې وروسته، اصلي خبرې اترې چې د هغې مشري افغانان وکړي، نه دي پیل شوي. د هغې لامل دا نه دی چې طالبان د کابل اوسني حکومت مشري چې د یوه قانوني حکومت په توګه وپېژني. دا غیرواقعي ده چې له طالبانو نه تمه ولرو، هغه حکومت چې کابو اتلس کاله ورسره په جګړه بوخت وو، په یو ځلي یې په رسمیت وپېژني.

اوسنی بندون د خبرو اترو په موخه د یوه ټول شموله پلاوي د جوړلو په برخه کې د افغانستان د سیاسي دستګاه د کمزوری له کبله رامنځته شوې ده. له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه د ۲۵۰ کسیزه مرکچي پلاوي نوملړ خپرول دا څرګندوي، خو په واقعیت کې د ولسمشرۍ تاکنو رانږدې کېدل دا مسله له ډېره پېچلې کوي. له بدله مرغه چې د سولې بهیر د راتلونکو ټاکنو د قرباني کېدو په حال کې ده. که دا دواړه د سیاستوالو په ذهنونو کې ډاګیزه شي، ښایې چې د افغانانو ترمنځ د سولې بهیر له واقعيي پیله مخکې ناکام شي.

نو د حل لار څه ده؟ زما په اند دلته دوه خنډونه دي چې باید له لارې ليري شي.

لومړۍ دا چې د افغانستان حکومت نور باید دوحې ته "د حکومت استازو" پر لېږلو ټینګار وکړي. ولسمشر غني کولی شي چې په ښه توګه له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه خپل د باور وړ کسان وګماري، خو دا کسان باید په لوړه کچه د افغانستان د ټولنې استازولي وکړی شي.

دوهم، باید ښکېل غاړي ومني چې د دوی د ټولو په مخ کې واقعي خبرې به امکان ونهلري، لویه ناسته لکه چې د مسکو ناسته وه ـ په داسې حال کې چې که داسې ناسته ګټوره وي، نو موخه به یې یوازې لومړنۍ خبرې وي. که څه هم ریښتینې او واقعیي خبرې به یوه کوچني تشکېل ته اړتیا ولري.

په پایله کې، واقعیت پالنې او نظم ته به اړتیا وي تر څو لومړنۍ خبرې اترې پيل شي. د دې ډول واقعت پالنې او نظم پرته به د سولې بهیر به ریښتینی نه وي. د دې کیسې بده برخه دا ده چې نړیواله ټولنه به لا ډېره ستړي شي او ځان به لیري کړي.

زما په اند کابل کې ښکېل لوري باید د یوه کوچني پلاوي چې شمېر یې لس تر پنځلسو کسانو وي، هوکړه وکړي او د افغانستان ټولنې ته یې وړاندې کړي. زه پر "اشخاصو" ټینګار نه کوم چې په ټولنه کې د کوم مالي لوري لخوا وګومارل شي، بلکې باید د ټولنې لویې برخې استازولي وکړي. د بېلګې په توګه په دې پلاوي کې باید د ښځو مانالرونکی شمېر وي چې په سمه توګه د دوی د بنسټونو لخوا ګومارل شوې وي.

طالبان نه شي کولی د داسې پلاوي سره له لیدنې انکار وکړي چې غړي یې د حکومت او یا نورو ځانګړو خواوو استازولي وکړي. البته چې د دې پلاوی هر غړی باید وروسته ځانګړو بنسټونو ته راپور ورکړي. خو دا چې دوی باید چا ته راپور ورکړي، په طالبانو پورې باید اړه ونه لري. هیله لرم چې دا په واقعیت ولاړه طرحه د لومړنیو خبرو اترو د پیل لپاره مرسته وکړي.

زه له دې سره همغږی یم چې د پلاوي په ټاکلو کې ټول شمولي په پام کې ونیول شي. دا کار راپور ورکوونې د ځانګړو میکانیزمونو او همغږی په صورت کې رامنځته شي.

د دې ترڅنګ، زما په اند، د یوه نړیوال زمینه برابرونکي شتون به ګټور وي او دا تسهیل کوونکی باید وګمار شي ـ غوره به وي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا وګمارل شي. د امریکا متحده ایالاتونو ځانګړی استازی، زلمی خلیزاد نه شي کولی دا رول ولوبوي. هغه په جګړه کې د ښکېل یوه لوري استازیتوب کوي او یو بې طرفه  ګډون کوونکی نه دی. د تسهیل کوونکي رول به دا وي چې د هرې لیدنې زمینه برابره کړي، د اجنډا په جوړولو کې همکاري وکړي او د پرېکړو پایلې خلاصه کړي. د دې ترڅنګ د دې ډول بهیرنو په درشل کې، داسې پېښې به رامنځته شي چې ښایې خبرې اترې ګډوډې کړي. دا زمینه برابروونکی باید د دې ډول پېښېو مخنیوي کې ونډه واخلي.

البته چې دا ډول تسهیل کوونکي باید د ټولو لورو لخوا ومنل شي او د باور وړ یې وي. او له دې سره هم مهاله، باید د ښکېلو لورو او مسایلو سره اشنايي ولري. شته وخت د دې لپاره ډېر کم دی چې نوی کس معرفي شي یا اجازه ورکړل شي، څو ملګري ملتونه یو کس له یوه ملیت یا بنسټ سره د اړیکې درلودو لپاره وګماري. اوس د تجربې کولو وخت نه دی.

زما له لید لوري مهمه ستونزه پر تشریفاتو او رسمیاتو پورې تړاو نه لري او نه هم یوه سم تسهیل کوونکي پیدا کولو پورې اړه لري. اصلي ستونزه د افغانستان په ټولنه کې د ننه ده. آیا امکان لري چې پر یوه کوچني پلاوي هوکړه وشي تر څو مانالرونکي خبرې اترې ترسره شي؟ په اوسني وخت کې زه خوشبین نه یم، خو بله لار نشته – مګر دا چې ټول لوري د جګړې پایته رسېدو او همداراز افغانستان ته د سولې او هوساینې له لارې د یوه نوي ژوند غوښتونکي شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی، کای ايډه

کای ايدې لیکي چې له بده مرغه د افغانستان د سولې بهیر د راتلونکو ټاکنو لپاره د قرباني کېدو په حال کې دی

شریک یي کړئ