Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جان الن

څه موده وړاندې د اګست په ۱۸ مه نیټه زه د آریانا د څلور لارې څخه، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۳مې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې مې ګډون کړی و، خپل مرکز ته راستون شوم.

زما لپاره د دې ولس دغه ځوانه ولسواکي او د دوی د افغاني هویت دومداره پیاوړتیا حیرانوونکې وه. همدارنګه حیرانوونکې وه چې څرنګه افغاني مشرانو او نورو ګډونوالو له نړیوالو همکارانو او ملګرو سره په ورین تندي روغبړ کاوه، هلته مې رښتینې ملګرتیا او ګډه همکاري ولیده، او تر ټولو مهمه د افغانستان د راتلونکي لپاره مې رښتینې ژمنه او ټینګ هوډ ولیده. دا ګړۍ د افغانستان ددغې تاریخي ورځې په رارسیدو سره پدې هیواد کې ډیرې مهمې او سترې کړنې رامنځ ته شوې دي:

افغانستان د امریکې متحده ایالاتو په ګډون د ډیرو نورو هیوادونو سره د ستراتیژیکو اړیکو تړونونه لاسلیک کړل; د ایساف د غړیو هیوادونو مشرتابه غونډه کې پنځوسو هیوادونو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو سره د اوږد مهاله ملاتړ ژمنې وکړې; او همدارنګه پدې نږدې وخت کې د توکیو په کنفراس کې چرته چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د بدلون د لسیزې لپاره ددې هیواد د اوږد مهاله پرمختګ په هکله د اړینو سرچېنو برابرولو ژمنه وکړه.

مونږ دغې مرحلې ته په تصادفي ډول او یا چانس نه یوو رارسیدلي، بلکې دا د ایساف او افغان ملي امنیتي ځواکونو د یوې لسیزې د هڅو پایلې دي چې په افغانستان کې یې امنیت رامنځ ته کړ. په پای کې، اوس مهال د افغانستان خلک دغه باور تر لاسه کوي چې دوی به د طالبانو له ستم نه پرته راتلونکی ولري او نړیواله ټولنه په عمومي ډول ناټو او په ځانګړي ډول د امریکي متحده ایالاتو امنیتي ځواکونه به د ډیرو کلونو لپاره له دوی سره وي. زه غواړم یوځل بیا په ټینګه سره دا روښانه کړم چې نړیواله ټولنه، ناټو او د امریکې متحده ایالات به د افغانستان خلک یواځې پرېنږدي. هغه نړیوال امنیتي ځواکونه چې له ۲۰۱۴ زیږدیز کال څخه وروسته په افغانستان کې پاتي کیږي، د افغان ملي امنیتي ځواکونو د دوامداره پرمختګ او د تاوتریخوالي د قابو کولو په برخه کې له دوی سره مرستې کوي.

په دې وروستیو کې، چې د افغان ځواکونو له لوري پر نړیوالو ځواکونو بریدونه د رسنیو له خوا په لوړه کچه تر پوښښ لاندې نیول شوي دي د اندیښنې وړدي او کله کله د افغان پر افغان ځواکونو بریدونه هم د اندیښنې وړ دي. هر برید یوه غمجنه پېښه ده او مونږ پرې خواشیني کیږو. ما د افغانستان په یو شمېر هوایي ډګرونو کې د وژل شويو اتلو سرتېرو مړي د هغوی هېوادونو ته لېږلي دي او په دې تریخ حقیقت باندې مې فکر کړې چې څرنګه د افغان ملي امنیتي ځواکونو څخه یو وګړی راولاړ شي او ددوې له یونیفورم څخه په ګتې اخستنې سره ، د افغانستان دمتحدینو پر وړاندې دغسې یو کار ترسره کړي. آیساف او د افغان ملي امنیتي ځواکونه ترهر وخت نه زیاته هڅه کوي چې په دا ډول پېښو کې کموالی راولي. دواړه لوري په جلا جلا او په ګډو هڅو کې ښکیل دي تر څو دغسې ګواښونه وپېژني او په ګډه د خپلو ځواکونوڅخه ساتنه وکړي او افغان پر بهرنیو ځواکونو او افغان پر افغان ځواکونو بریدونو پېښو کې کموالی راولي. مونږ به په دې برخه کې په خپله بشپړ توان سره خپل هڅو ته تر هغه پورې دوام ورکړو چې زمونږ د زیانمن کیدلو کچه را ټېټه کړو او دا ډول ګواښونه له منځه یوسو. هغه څه چې زه یې شاهد یم هغه داچې د ټولو لوړو پوړو افغاني مشرانو سره چې ما لیده کاته کړي دي او د یو بل سره څنګ په څنګ دریدلي یو، ماته یې په ځانګړي ډول هغه شان خواخوږي او ډاډګیرنه را کړې ده کومه خواخوږي او ډاډګیرنه چې مونږ دوی ته وړاندې کوو.

ځېنې داسې نور وقعیتونه هم شته چې د رسنیو د پوښښ نه بهر پاتي شوي دي، لکه دا حقیقت چې د ایساف او د افغان ملي امنیتي ځواکونو د کار او سرښندنې له امله د افغانستان د روښانه راتلونکی خبرې اترې کیږي. هره ورځ په سلګونو او زرګونو د ایساف او افغان ملي امنیتي ځواکونه او پولیس د افغان ولس خوندې ساتنې او د امنیتي سیمې د پراخوالې په موخه کار کوي.د لېږد بهیر چې په لزبن کې پرې پرېکړه وشوه اوس په دریم پړاو کې دی او ۷۵سلنه د افغانستان وګړي یې تر پوښښ لاندې راغلي دي چې دا د دافغان او ایساف امنیتي ځواکونو د هڅو له امله دي چې د ملکي وګړو د دفاع او خوندي ساتنې په موخه ګډې هڅې کوي.

رسنۍ د افغان پر بهرنیو ځواکونو بریدونو ډیر تمرکز کوي او دطالبانو له خوا دملکي وګړو پر وژنه سترګې پټوي کوم چې د ملا محمد عمر په مشرۍ تر سره کېږي. ورستیو ځان وژونکو بریدونو دهیواد په کچه یو ډیرشمېر افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله. د ملا عمر لاسونه د سلګونو بېګناه ملکي افغانانو په وینو سره دي، او دا په داسې حال کې چې خپله یې په دوه مخیزه بڼه په خپلو ټیټ پوړو پلویانو باندې غږ کوي چې پر ملکي وګړو برید ونه کړي. له دې نه داسې نتیجه اخیستی شو چې یا خو ملا عمر د حقایقو نه لېري او بې خبره دی او یا یې قواوې له کنټرول نه وتلي دي. دا د حیرانتیا وړ ځکه نه ده ، چې ملا عمر له خپل یو ډېر شمېر بریدمنانو او کمېشنرانو سره د جګړې نه لرې په پاکستان کې امن او هوسا ژوند لري او له خپلو دغو امن ځاینونو څخه دوی یو ډېر شمېر ځوانان ، چې د مذهبي احساساتو خاوندان دي او په آسانۍ سره تر اغېزې لاندې راځي، افغانستان ته د وژل کیدلو او بندي کېدو لپاره رالېږي، چې دا سرتېري اکثره وخت د پاکستان د مدرسو نه را ټولېږي او د دوی په بې پایلې کلنیو کمپاینونو کې وژل کېږي. د ملا عمر د ادعاوو پر خلاف، د الفاروق سږنی کمپاین هم د تېر کال البدر کمپاین په څیر بې اغېزې و.

ملاعمر او د هغه خوځښت په ډېرو دلایلو مخ په ناکامۍ دی. تاوتریخوالی د ملاعمر په امر نه ډېړېږي. بلکه په مؤقت ډول ډېر شوی دی ، ځکه چې کورنیو او بهرنيو یعنې افغان او آیساف ځواکونو جګړه د دښمن په لور مخ ته وړې ده. په حقیقت کې، د ملاعمر ځواکونه د افغانستان د ډېریو ګن میشتو سیمو نه په شا تمبول شوي دي، افغان او آیساف ځواکونه خپلې هڅې د هغوی په شاتمبولو کې جاري ساتي، چې په ډېرو دلایلو به مونږ بریالیتوب تر لاسه کړو. لومړۍ دا چې، طالبان د نشه یي توکو پر پیسو متکي دي، خو دوی سږکال هغومره پیسې چې اټکل یې کېده لاس ته راوړې نه دي. طالبان اسلام ته د خپل ټینګې وفادارۍ ادعا کوي، خو په حقیقت کې دوی د ګناه نه ډک د نشه یي توکو په کاروبار کې ډوب دي. دغه دوه مخه دیني خوځښت د ملاعمر په مشرۍ د نشه یي توکو له ډېرو مالي ګټو نه چې د دوی عملیات یې تمویلول، بې برخې شوي دي.

دویم دا چې، دسیمې تمویلوونکي (مرسته کونکي) خپلې مالي مرستې هغه ځایونو ته لېږي چې د بریا شونتیا یې د افغانستان د جګړې په پرتله ډېره وي. با لاخره، برسېره پر دې چې آیساف ځواکونه مخ په وتو دي، د افغان ځواکونو کمیت او کیفیت ورځ تر بلې زیاتېږي. د افغان او آیساف ځواکونه د دښمن هغو ملاتړځایونوته چې تر دې وړاندې ورته لارسرسی ناشونی وو، وړاندې کېږي. همدارنګه، د دښمن سرچینې مخ په کمېدو دي، د دوی جنګیالیو انګیزه له لاسه ورکړې ده او دفاعي حالت یې غوره کړی دی. د طالبانو تاوتریخوالي، وژنې او د افغانانو سره بد چلند د دې لامل شوی دي چې د دوی سره د افغان ولس او رښتينی اسلام واټن را منځته شي، ځکه چې اسلام د بېګناه خلکو وژلو او د نشه یي توکو نه د ګټې اخیستنې سره مخالف دی. د طالبانو ناکامه ایډیالوژي د افغانستان په ګوټ ګوټ کې رد شوې ده چې داټکی په نظرپوښتنو کې هم څرګند شوې دی. دا خوځښت په بله بڼه هم را ښکاره شوې ده: لکه د افغان ملکي وګړو پاڅون د طالبانو پر وړاندې. د افغانانو په کلیو او بانډوکې دطالبانو پر وړاندې ورځ تر بلې کرکه زیاتېږي. دغه پاڅونونه هغونوروسیمو ته په خپرېدو دي، کوم کې چې د طالبانو د ناسم چلند نه خلک پوزې ته رسېدلې دي.

په ځېنې سیمو کې، د طالبانو پر وړاندې مخالفت د افغان سیمه ییزو پولیسو په بڼه راڅرګندیږي کوم چې پر افغانانو د طالبانو ظلمونو او وېره اچونې ته یو ګواښ دی. په نورو سیمو کې، ځوانان افغانان د پولیسو او اردو لیکو سره یو ځای کېږي، ښوونځیو کې نوم ثبتوي، خپلې ځمکې کري، او په سوله ایز ډول د خپلې کورنۍ پالنه کوي. ټول دغه خوځښتونه د طالبانو نه منل ، ناکامي او ماتې په ډاګه کوي.

کله چې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې څخه راستون شوم، ما ددغو ټولو مسایلو په اړه فکر وکړ. مونږ، یعنې آیساف او افغان ملي امنیتي ځواکونه به دافغان پر بهرنیو او دافغان پر افغان ځواکونو بریدونو ته لا زیات خپل پام واړوو، او د دغو ګواښونو په کمولو کې به د توان تر بریده هڅه وکړو. مونږ به اجازه ورنه کړو چې دا ګواښ او یا نور لاملونه زمونږ کمپاین او د ایتلاف یعنې د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډې او کلکې هڅې کمزورې کړي. تاسو ډاډمن اوسی چې مونږ به د ملکي وګړو ساتنه کوو او پر دښمن به دافغان او بهرنیو ځواکونو له خوا د جګړې فشار هره ورځ او شپه په دوامداره توګه زیاتوو.

ملاعمر باید په وېره کې وي، ځکه چې نړېوالې ټولنې افغانستان ته د پراختیایي مرستې، سیاسي او پوځې ملاتړ ژمنه لږ تر لږه تر ۲۰۲۴م کاله پورې کړې ده. په پاکستان کې له حقیقت نه لېرې، ملاعمر د خپلو ځواکونو په لاس د بېګناه خلکو وژل نه ویني، ځکه دی وېریږې چې له خپل پټنځای نه بهر راووځي. او یا دا چې دی دغه وژنې ويني، خو نه غواړي او یا دا توان نلري چې د پای ټکي ورته کېږدي. دی نه مشري کوي او نه فرمان ورکوي. د هغه فرمانونه ورځ تر بلې غیر مناسب او قوماندانان یې بې وسه کېږي. وخت د ملاعمر سره ملګرتیا نلري. دا طالبانو ته یو تریخ حقیقت دی چې د ملاعمر ۵۰۰۰ کسانو نه زیات جنګیالي په رسمي توګه خپلو کورونو ته تللي او په سلګونه نورو یې د جګړې نه لاس اخیستي دی.

او د سولې په هکله، د طالبانو منځ کې داسې عناصر شتون لري چې په افغانستان کې جګړه او یا په پاکستان کې یوازې هستوګنې نه غواړي، دوی بل څه غواړي او په دې لارکې یې ګامونه هم اخېستي دي. د افغانانو او د نړېوالې ټولنې له لوري باید لا نورې هڅې هم تر سره شي، تر څو د سولې رامنځته کولو لپاره زمینه برابره شي، او د دې بنسټ د افغان مشرانو له خوا اېښودل شوی دی.

د دغې جګړې پای لا لېري دی، خو د حل لاره به دافغان او نړیوالو ځواکونو دمخ پر ودې ګډو عملیاتو په لړ کې وموندل شي، د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنیو ځواکونو دغه پېښې به هیڅ اغېزې ونلري. زمونږ موخه رښتینې، او عزم مو ټینګ دی چې زمونږ سرښندنې به ضایع نه شي، او په حقیقت کې، مونږ بریالي یو.

په درناوي،

جان ر. الن
د امریکې متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو جنرال په افغانستان کې د ناتو، آیساف او د امریکې متحده ایالاتو د ځواکونو عمومي قوماندان

جان الن

څه موده وړاندې د اګست په ۱۸ مه نیټه زه د آریانا د څلور لارې څخه، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۳مې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه