Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان څلویښت کلن ستونزمن لوست

څلویښت کاله وړاندې په افغانستان کې د ۲۲۵ کلن شاهي نظام ړنګیدل د هیواد په تاریخ کې د پام وړ موضوع وه. دا کار تر ډیره دغه ټکی تعریفوي چې افغانان له دې پیښې څلور لسیزې وروسته تر ننه د سولې او ټیکاو د رامنځته کیدو لپاره مبارزه وکړي.

کوم درسونه چې مو له تیر څخه زده کړي هغه دا چې افغانان او نړیواله ټولنه په یوه حساس وخت کې د لیږد د یوه ډیر پیچلي بهیر سره مخ دي، چې دا له یوې خوا د یوه بهرني پوځي ماموریت د پای په معنی، له بلې خوا د ټاکنو بهیر او هغو ترهګرو ډلو سره چې د خپل هویت د تثبیت لپاره یې هیواد په وینې سور کړی، د سولې او بیا پخلاینې بهیر دی.

که څه هم د شهید سردار محمد داود خان په مشرﺉ د ۱۳۷۳ میلادي کال د جولای د اولسمۍ کودتا د هغه د تره ځوی حکومت د ړنګیدو لامل شوه، خو له بلې خوا دا کار د ټولنې د بېلا بېلو قشرونو له هرکلي سره مخ شو، خو په دې سربیره یې له ځان سره ډیرې سیاسي پایلې هم لرلې دي.

دغو بدلونونو افغانستان له یوه ستر ناورین لکه کمزورې حکومتولی، بې کفایته ادارو او له ټولو مهم دا چې هیواد د ترهګرۍ له یوه خطرناک طوفان سره مخ شو، چې د نړیوالې ټولنې د پراخې مداخلې سره لاهم دوام لري.

که څه د تیرو څلورو لسیزو پیښو د تفسیر په اړه د افغانانو تر منځ اختلافونه شته، خو په دې اړه کوم مشخص کس یا اداره ټکول شوې نه دي. خو د دغو پیښو بېلا بېل لوبغاړي په مشترک ډول ګرم پیژندل شوې دي. له دې سره سره کورنیو او بهرنیو لوبغاړو افغانستان له نورو سترو ستونزو سره مخ کړ، چې یوې ډلې غوښتل رغنده رول ولري، خو بلې یې د اوضاع د کړکیچنولو هڅې کولې.
نن هم هیواد له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د پردیو او بنسټ پاله ایدیولوژیکو ډلو د مداخلو قرباني دی، خو د فشارونو سربیره افغانان په قوي ایمان او عقیدې سره د دغو ستونزو پر وړاندې ولاړ دي.

خو د دغو ستونزو تر څنګ په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو رژیم له ړنګیدو را وروسته هیواد لپاره ښه فرصتونه مساعد شول، چې له هغو څخه د هیواد د اقتصادي ښیرازۍ لپاره ګټه پورته کیدای شي.

په تیرو دولسو کلونو کې افغانانو او نړیوالې ټولنې د کم کارۍ د لمنځه وړلو لپاره هر اړخیزې هڅې کړې دي، چې له امله یې یو شمیر افغانان غواړي حالت په احتیاط سره وڅاري تر څو وکولاې شي د یوه ښه راتلونکي لپاره د خپلو لاسته راوړنو ساتنه وکړي.

د کورنیو لګښتونو درسونه

لاندني درې لاملونه په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان سیاسي ثبات تضمینولای شي چې هغه عبارت دي د مشروع سیاسي نظام د بقا لپاره د سیاسي عزم او ارادې شتون، د ملي انسجام د پیاوړي کولو لپاره انتقاد پذیري او د کورنیو کلیدي حوزو ساتنه.

له دې سربیره د ستراتیژیک لیدلوري درلودل، رهبري او ارتباطي مهارت هغه ابزار دي چې د حکومتولۍ کیفیت لوړوي، د ناورینونو مدیریت کول او د یوې سیاسي روغې فضا روزل، چې له مخې یې اقتصادي او ټولنیز وده طرح جوړه شي.

په ۱۹۶۴ او ۱۹۷۳ کلونو کې د مشروطه نظام غوښتنې افغانستان ته اجازه ورکړه چې اصلاحات او دیموکراتیک حقوق تجربه کړي. خو په ۱۹۶۰ کال کې د سیاسي احزابو قانون د نه توشیح کیدو له امله یو شمیر سیاسي ډلې اړ کړې، چې د نظام د نسکوریدو لپاره لاس په کار شي.

خو د امریکا متحده ایالتونو په ګډون یو شمیر لویدیځو دیموکراسیو چې د سړې جګړې پر مهال یې د افغانستان له مسایلو سره لږه دلچسپي لرله د شاه د دموکراتیکو اصلاحاتو سره کومه مرسته ونه کړه، او استدلال یې کاوه چې دا هیواد د بریتانیا مستعمره او یو قبایلي مملکت دی.

دا به ډیره عجیبه وي چې ووایو د تیرې پیړی په اوږدو کې د قبایلي سیمو د معرفي لپاره چې په کې دیرش میلیونه خلک ژوند کوي، لږې هڅې هم ونه شوې او د دې سیمو خلک عصري علومو ته د لاسرسي او اقتصادي پرمختګ نه محروم ول. بلکه مذهبي متعصبینو په دغو سیمو کې ګڼ شمیر ښوونځي او دیني مدرسې تاسیس کړې، چې تنکي ځوانان یې د دیني علومو په پلمې بنسټ پالنې او ترهګرۍ ته هڅول.

یو شمیر مبصرین ادعا کوي چې د پخواني حکومت د کورنۍ غړو تر منځ خپل منځي توطیې هم په ناورینونو کې رول درلود، چې د ۱۹۷۳ میلادي کال کودتا یې یو ښه مثال دی.
په داسې حال کې چې شهید سردار محمد داود د یوه وطنباله مشر په توګه پیژندل کیده، خو په ورته وخت کې هغه ته د یوه داسې مشر په توګه چې دیموکراتیکو تجربو ته یې د پای ټکی ایښی و، هم کتل کیده.

خو مسکو پلوه چپي اړخ چې له ده سره یې د ۱۹۷۳ کال د قدرت په ترلاسه کولو کې مرسته وکړه، د ده د حکومت په نسکورولو کې مهم رول ولوباوه.

بهرنۍ چهارچوکاټ

د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په کتو سره دغه هیواد د کلونو په اوږدو کې له سیمه ایزو لاسوهنو سره لاس او ګریوان و او هغوی د هیواد د کمزورو ټکو څخه په سیستماتیک ډول ګټه واخیسته، چې دې کار هیواد ته سخت زیانونه اړولي دي.

نن افغانان په دې باور دی چې د هیواد اوسنۍ ننګونۍ یې سیمه ایزې ریښې لري او دوی پر اوږد مهاله عملیاتو ټینګار کوي تر څو ګټې یې خوندي وساتل شي.

افغانان له خپل حکومته غواړي چې مسولانه عمل وکړي او ننګونې په جامع او واقع بینانه ډول سره تشریح کړي.

د تیرو څلویښتو کلونو په اوږدو کې په هیواد کې مختلف رژیمونه تجربه شول، له ۱۹۹۲ تر ۱۹۷۸ پورې په هیواد کې د کمونیستي رژیمونو واکمني وه چې په دې دوره کې پر افغانستان د روسانو د وحشیانه تیري لسیزه هم شامله ده او له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې د القاعدې شبکه او طالبانو پر هیواد واکمني کوله.

بهرنیو مداخله کوونکو هڅه کوله څو بحران ته د انقلاب نوم ورکړي، جهاد، کورنۍ او قومي جګړې، خو افغانان د کورني ناورین او بهرنیو لاسوهنو تر منځ قرق کولای شي. له همدې امله دوی حاضر نه دي د طالبانو کړنې له جهاد او ملي ګرایي له بهرني تیري سره پرتله کړي، دوی پوهیږي چې له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه وړاندې طالبان له تروریستي ډلو سره متحد و او پر خپلو مسلمانو وروڼو یې ظلمونه کول.

خو په ۱۹۷۸ کلونو کې سردار محمد داود خان د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې له لویدځې نړی سره نږدې اړیکې جوړې کړې. خو نوموړي د کورنیو توطیو غلطو وړاندوینو او د افغانستان په کورنیو ادارو کې د شوروي د نفو‌‌‌ذ له امله په خپل سیاست کې ماتې وخوړه.

په داسې حال کې افغانستان په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د لیږد پروسې ته نږدې کیږي، خو افغانان یو ځل بیا د خپلو استراتیژیکو ملګرو په ټاکنې کې له یوې پریکړې سره مخامخ کیږي او داسې ښکاري چې حاکم لوری یو ځل بیا د فتنې او تناقض پر وړاندې واقع دی.

په دې پړاو کې د افغانستان د ثبات هسته د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه پاکستان پر وړاندې د ښه دریځ نیولو پورې تړلې چې دا کار د افغانانو له لوري غیرې تحریکي دریځ ته اړتیا لري، خو په داسې حال کې چې دوی د سیمې څخه د جامع درک په لټه کې دي، نړیواله ټولنه کولای شي د افغانستان د حاکمیت او استقلال په تضمینولو سره د ټولو خواوو په ګټه پریکړه وکړي.

دا یواځې افغانان نه دي چې باید تاریخ په سم ډول سره تفسیر کړي، بلکه نوی نسل هم مکلف دی چې په راتلونکې کې د دا ډول ننګونو مخنیوی وکړي.

د افغانستان څلویښت کلن ستونزمن لوست

څلویښت کاله وړاندې په افغانستان کې د ۲۲۵ کلن شاهي نظام ړنګیدل د هیواد په تاریخ کې د پام وړ موضوع و

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه