Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هغې سولې لپاره هڅې چې افغانان په‎کې لومړیتوب لري

 د خپلو وروستیو سفرونو په اوږدو کې چې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته مې درلودل، د نویو درنو او وحشتناکه جګړو شاهد وم، چې په دوامداره توګه یې د افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی. جګړه او ویره د ژورو تاوتریخوالیو د رامنځته کېدو لامل شوې او د نارینه، ښځو، زده کوونکو، د سولې فعالینو او سیاسي شخصیتونو په ګډون ټول افغانان راته وایې چې د دې جګړې د پای غوښتونکي دي.  

دا جګړه لا تر اوسه ډېرلګښت لري او په شدت سره روانه ده. غواړم روښانه کړم، چې ملګري ملتونه له ټولو افغانانو څخه ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې وایو د دې جګړې لپاره هېڅ پوځي د حل لاره شتون نه لري. په بله مانا، د جګړې هېڅ اړخ بریا ته نه رسي، او تر هغه چې جګړه روانه وي، موږ ټول، په تېره ملکي افغانان د جګړې بیه ورکوي. 

په حقیقت کې د افغانستان د ویجاړوونکې جګړې دوام ته په کتو او هغه مخ پر زیاتېدونکې علاقه چې زه یې د سولې لپاره وینم، هېڅکله هم د سولې لور ته لاره دومره روښانه نه وه. اجازه راکړئ چې روښانه یې کړم: 

 له اوسني دولت سره د اختلافاتو سره سره، ان د طالبانو لوړپوړي استازي له بهرنیو کړیو څخه د افغانستان د حاکمیت د ساتلو لیوالتیا لري او همدارنګه د خپلو انساني او طبیعي سرچینو د پراختیا غوښتونکي دي. د خپلو وروستیو اعلامیو په ترڅ کې، طالبانو سولې ته د بشپړ سیاست د بنسټیزې پایې په توګه اشاره کړې.

همدارنګه د افغانستان ولسمشر، اشرف غني روښانه کړې چې هوډ لري طالبان دسولي په بهیر کې شامل کړي چې موخه یې  د نړۍ له تاوتریخوالي څخه په یوه ډک هیواد کې د جګړې پای ته رسول دي. له دې امله د افغانستان دولت طالبان د خبرو میز ته رابللي، که چیرې دغه ډله سولې ته په خپلو ژمنو په بریالۍ توګه عمل وکړي.

لکه څرنګه چې تیره اونۍ مې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته توضیحات ورکړل، باید اجازه ورنګړو چې د جګړې بل فصل د سولې په خبرو کې له پرمختګ پرته پیل شي.  که چیرې افغانان او نړۍ دا ځل له دې فرصت نه په ګټه پورته کولو کې پاتې راشي، د ډیرو افغانانو ژوند او نړیوالې سرچیني به له لاسه ووځي.    

له همدې امله زه د سیمې له هیوادونو غواړم چې خپلې ستراتیژیکې ګټې بیا وارزوي او تعریف یې کړي، تر څو د طالبانو او دولت تر منځ د یوې تل پاتې سولې پر بهیر کارله سره پیل – د جګړې د پای ته رسیدو لپاره یوه افغاني حل لاره رامنځ ته شي.  

له کلونو راهیسې د سولې د بهیر د خبرو پیل او توقف چې ډیری د افغانستان له پولو بهر تر سره کیږي،  د سولې لپاره د افغانانو په مشری " د کابل پروسه " چې تیر جون په کابل کې د ولسمشر غني له خوا د نړیوالو او سیمه ییزو همکارانو تر څنګ پیل شوه، د سولې د نوي بهیر د پیل لپاره هیله بښونکې هڅه ده.

په ټوله سیمه او نړۍ کې، زه د سولې لور ته د مخ پر زیاتیدونکې اجماع شاهد یم. لومړی داچې، په آګسټ کې له افغانستان سره د دوامداره همکارۍ له مخې د امریکا نوي سیاست یقیني شوی او سولې ته درسیدو لپاره یې د افغانستان د دولت هیله پیاوړې کړې. سیمه ییز نوښتونه چې، د نږدې ګاونډیو له خوا پر مخ وړل کیږي د پام وړ دي. د چین په ګډون ، چې په دې برخه کې فعال رول لري. ایران ، پاکستان او هند هم د سولې د بهیر څخه د ملاتړ په برخه کې د پام وړ ځای لري او خوشبختانه چې هر یوه موافقه کړې چې د افغانستان په مشرۍ له دې بهیر سره همکاري کوي. د پاکستان د پوځ د لوی درستیز، جنرال بجوا سفر افغانستان ته یو هڅوونکی سیګنال دی.  

هیله لرم چې ملګري ملتونه وتوانیږي د خپلو ښه نیت چارو څخه په ګټه اخیستلو په ټول افغانستان او سیمه کې پیاوړې او پرله پسې خبرې، نه یوازې د رهبرانو بلکې د هغو افغانانو چې د څو لسیزو جګړو له کبله څنډې ته شوي وواو همداشان د دې هیواد ځوان نسل ترمنځ د خبرو اسانتیاوې برابرې کړي.

زه فکرنه کوم چې وروسته له کلونو کلونو جګړو خلک دا سوچ وکړي چې د سولې تګ لاره به  په افغانستان کې آسانه وي. د ځينو افغانانو لپاره سوله تاوتریخوالي ته د پای ټکی ایښودل او د اقتصاد د پراختیا لپاره یوه لاره ده. په داسې حال کې چې ځیني نور بیا ټینګار کوي چې د عدالت په نه شتون کې تل پاتې سوله شوني نه ده.  یوه تلپاتې او ټولو ته د منلو وړ سوله باید دغه ټولې بیلابیل آندونه په برکې ولري.

دا ټکی روښانه دی چې د سولې د یوې ښې لړۍ جوړونه یوې پراخې طرحې او سوچ ته اړتیا لري، ځکه د تاوتریخوالي کمیدل او له ملکي وګړو ساتنه په ځانګړې توګه دا مهال باید په لومړیتوب کې وي. کورنۍ په ټول افغانستان کې د جګړو له امله زیانمنې شوي،  چې دا موضوع ماته په خپلو سفرونو کې ښه واضح شوه او شاهد یې وم. د دې هیواد په شاوخواه ۹۰ زره کلیوالي سیمو کې خلک د بمباریو له امله د تیښتې په حال کې دي او جګړه د خلکو ترمنځ د ویرې او وحشت لمنه لا پراخوي. نو همدا لامل دی چې زه له ټولو ښکیلو غاړو غواړم چې د افغانستان راتلوونکې او په هغه کې ماشومان او کورنی له خپلو ګټو غوره او مخکې وګڼي.

مونږ د ټولو هغو افغانانو چې دا څلورلسیزې جګړې یې زغملي او جګړو ته یې د پای ټکی ایښی ، شته مخالفتونه یې له منځه وړي او یو نوي فرصت یې سولې ته برابرکړی، منندوی او احسانمند یو. مونږ په ملګروملتونو کې په دې پوهیږو چې مونږ په یوازې توګه نشو کولی په افغانستان کې سوله راوړو یا حتی د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړو ترهغو چې په دې برخه کې لومړی پخپله افغانان، ګاونډیان یې او په ټوله کې نړیواله ټولنه سره همغږي نشي.

مګر زه تاسو ته دا ډاډ درکوم چې ملګري ملتونه په کلکه مصمم دي څو له افغانانو سره مرسته وکړي چې د سولې لړی پرمخ یوسي، د ښکیلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي او همدا شان له دولت سره کار وکړي ترڅو د یوې  ریښتنې روغې جوړې زمینه برابره کړي. دا هغه څه دي چې زه یې د کابل پروسې د کار له تداوم څخه تمه لرم چې په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د هڅو په پایله کې د یوه تازه خوځښټ چې موخه یې د جګړو پای وي رامنځ ته شي.

تدامیچي یاماموتو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي ( یوناما) مشر دی.

په حقیقت کې د افغانستان ویجاړوونکې جګړې دوام ته په کتو او هغه مخ پر زیاتیدونکې علاقه چې زه یې د سولې لپاره وینم، هیڅ کله هم دسولې لور ته لاره دومره روښانه نه وه. اجازه راکړئ چې روښانه یې کړم: 

شریک یي کړئ