Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملا محمدعمر مړینه به د افغانستان لپاره یو ناخوښ خبر وي

ملا عمر یو ځل بیا مړ شوی دی.دا په پنځو وروستیو کلونو کې دریم ځل دی چې د طالبانو د مشر د مړینې خبر په رسنیو کې څپې رامنځته کوي. له دې وړاندې چې د دغې ډلې ډېریو غړو د خپل د مشر مرګ منلی وي،طالبانو په کوېټه کې په چټکتیا سره اعلان کړی دی چې هغوی د ملا عمر ځای ناستی ګمارلی دی.

د دغې ډلې لوړپوړو غړو له هغې ډلې حسن رحماني او محمد رسول د امیر په توګه د ملامنصور پُست لوړول وغندل.دا کار اوس څرګند شوی دی،طالبان د یوه ځواک په هڅه کې دي.

که څه هم په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د طالبانو د ظالمې واکمنۍ له نسکورېدو څخه وروسته د هغه د نږدې کسانو په ګډون هغه هېچا په سترګو نه‎دی لیدلی. دا خبر په داسې حال کې خپورشو چې ټاکل شوې وه چې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو دویم پړاو ترسره شي.خو دغه خبرې اترې د دغه خبر له خپرېدو څخه وروسته وځنډول شوې.

له بخوا په افغانستان کې ترهګري او بلواګري مهم او خطرناک پړاو ته ننوتی دی،په ځانګړې توګه دا چې طالبانو د جګړې ډګر له لاسه ورکړی دی او هغه یې د داعش ډلې جنګیالیو ته پرېښی دی.

افغان امینتي ځواکونو د ۱۴ وروستیو کلونو په لړ کې هېڅکله د داشان پوځي فشار لاندې نه وو.سوېلي او شمالي ولایتونه په کلکه د داعش ترهګرو تر ګواښ لاندې دي چې دغه ډله په هغو سیمو کې چې د دولت له ادارې څخه بهر شوې دي خپل تور بیرغ په رپېدو راولي.

نو پر دې بنسټ دغو خبرو اترو ته په پام سره د ملا عمر د مړینې اغېزه به څه وي؟

د سولې په خبرو اترو اغېزه:

طالبان تل لېواله نه وو چې د افغانستان له حکومت سره خبرې اترې وکړي،د دې لپاره چې هغوی د کابل حکومت د امریکا لاس ناستی بولي چې د هغوی په نظر اسلامي ارزښتونه تر پوښتنې لاندې راولي.

خو په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو ځواکونو د پوځي مأموریت له پای ته رسېدو څخه وروسته له حکومت سره د مداکرې احتمال پیاوړی شو.

د کابل لپاره یوه مهمه پوښتنه دا وه چې له چا سره دغه خبرې اترې وکړي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو ډېریو ډلو او څانګو له حکومت سره په جګړه کې دي چې له یو بل سره هېڅ همغږي نه‎لري.خو له دې سره سره د دغې ډلې ټولو څانګو د ملاعمر مشري منلې وه.

د هغه نوم لږ تر لږه یو سمبولیک اغېز درلود چې له ټولو دغو طالبانو سره یې مرسته کړې وه تر څو سره یوځای وي. هغه یوازې د کابل پر وړاندې د جګړې مشرتابه قومندان نه وو،بلکې هغه یو امیرالمومنین وو.

د ملاعمر سیاسي او پوځي اغېزه به پر څه باندې وي؟

آيا هغوی به وتوانېږي ترڅو د اړتیا وړ مشروعیت سره د سولې په خبرو اترو کې ګډون وکړي؟

آيا د قطر ډله به له یوه نوي امیر سره هوکړه وکړي او یا هم د واک غوښتونکو ترمنځ به واک ووېشل شي؟

د حقاني او کندهاریانو ډلې تر منځ معامله چې د دغې ډلې لپاره د سراج الدین حقاني د مرسیتال په توګه د ګمارلو شاهد وو څرنګه به وي؟

آیا د مذاکراتو څخه به وړاندې یوه معامله وي او یا د مذاکرې پر ضد به یوه معامله وي؟

آيا کابل به په بشپړه توګه ډاډمن وي چې دغه خبرې اترې او مذاکرات مطلوبې پایلي ته رسېږي؟

یا دا که چېرې د ملي یووالي حکومت مجبور شي تر څو واک ووېشي،د طالبانو کومه څانګه به د هغه برخه وي؟

د دغو پوښتونو لپاره دي چې ځينې د دې احساس کوي چې د ملاعمر مرګ د سولې پر خبرو اترو منفي اغېزه کوي.

خو ځينې د افغانستان حکومت په منځ کې وايي چې دا د سولې د مذاکراتو د خرابولو لپاره یو چل دی.

آیا د طالبانو نوی امیر اختر محمد منصور به وتوانېږي تر څو پر دغې ډلې له خپل صلاحیت څخه استفاده وکړي او یا دا چې هغه به له علني خوځښتونو سره مخامخ شي؟

کابل به ډېر ژر پرېکړه وکړې چې آيا دغه بهیر به د دې ارزښت ولري چې پر هغې پیسې ولګوئ او یا دا به غوره وي چې د جګړې به ډګر کې پر خپل ځواک ځېرنه وکړي.

د جګړې پر ډګر اغېزه:

د هېواد په شمال کې ولسوالۍ یوه د بلې پسې د بلواګرو لاس ته د ورتلو په حال کې دي.که څه هم افغان امنیتي ځواکونه بریالي شوي دي تر څو د هغوی اداره بېرته ترلاسه کړي،خو دا سناریو په عمومي توګه د دې ښودنکې وي چې د اشرف غني اداره به زیانمنونکې وي.

د ملاعمر مرګ کولای شي د داعش لپاره د کار فضا رامنځته کړي چې ډېری بلواګر طالبان به له هغوی سره یوځای شي.

په شمال خیتځ ولایت بدخشان کې د روانې اوونۍ په لړ د ملي پولیسو له ځواکونو څخه د ۲۰۰ سرتېر تېښته د ګواښ یوه نښه ده.دا د دې ښودنه کوي چې سر تېري هم د خپل د باور د له لاسه ورکولو په حال کې دي.

کارپوهان او آن ځینې سیاستوال په دې باور دي چې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې له انتظار پرته پرمختګ د طالبانو لپاره یو جدي ګواښ دی. له سیمه‎ییزې پدیدې څخه لیرې شوې ده لیدل کېږي چې له منځنۍ آسیا څخه نیولې تر مرکزي آسیا او آن له هغې څخه وتلې دا د ټولو سیمو د نا امن کولو لپاره یوه پروژه ده.

په شمال کې جنګیالي په دې هیله دي څو د مرکزي آسیا هېوادونو په لور له پولې څخه تېر شي. د افغانستان په شمال کې، طالبان د داعش تابع دي. د ملا عمر مړینه به په افغانستان کې داعش ډلې ته لازیات قوت وبخښي. د طالبانو ډېری بلواګر له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.

په غزني او زابل ولایتونو کې د طالبانو سپين بیرغ لږ تر سترګو کېږي. دغه بیرغ ډېر وخته د داعش له تور بیرغ سره بدل شوی دی، آن د ملا عمر د مړینې له خبر څخه وړاندې.

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې طالبان او داعش نه‎شي کولای یو ځای سره مخ ته ولاړ شي، ځکه چې د هغوی په منځ کې جوړښتیز او جغرافیايي توپیرونه شته.

همداراز ځیني وايي چې افغانان به هېڅکله هم د بهرنیانو او یا پردیو غوره‎والی ونه‎مني. که څه هم لیدل کېږي چې دغه مفکوره د یوه واقعیت په پرتله د یوه پخواني باور په توګه وي.

پایله:

د ملا عمر د مړینې خبر به په لازمي توګه د افغانانو لپاره یو مثبت خبر نه‎وي. جهادي سیاست به وټاکي چې آیا دغه احتمالي پایله به مثبته وي یا منفي. که چېرې د طالبانو جنګیالیو په ځانګړې توګه په شمال کې داعش رد کړی او خپل جهاد ته‎يې شدت بخښلی، دغه حالت به د افغانستان امنیت نور هم له خطر سره مخ کړي.

که چېرې هغه څانګه چې ټاکل شوې په حکومت کې برخه‎ واخلي او یوه شدیده پالیسۍ په مخ کې ونیسي، چې دا به هم د افغانستان لپاره یوه بده پایله وي.
خو د افغانستان لپاره به تر ټولو بده پایله دا وي چې که چېرې د طالبانو یوه څانګه د افغانستان له حکومت سره د سولې په پروسه کې یو ځای شي په داسې حال کې چې بله څانګه به له لومړنۍ سره په مخالفت کې د دې په هڅه کې وي څو له بلې سره مخالفت وکړي او جګړې ته شدت وبخښي په دې حالت کې د افغانستان لپاره سختې ورځې په مخ کې دي.

لنډه دا چې دغه مړینه:

په وروستیو پنځو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د ملا عمر د مړینې رپوټ خپرېږي.
دا ځل طالبانو د دغه رپوټ پخلی کړی دی.

د هغوی ځینو څرګنده کړه چې ملا اختر منصور د ملا عمر ځای ناستی دی،دا د دغې ډلې په منځ کې د مشرتابه د کړکېچ د پټول لپاره د لوریز سیاست په مانا دی.

مهال:

دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د مذاکرې د ګډون په حال کې دی.

همدارنګه په افغانستان کې داعش د ودې په حال کې دی.

اغېزه:

ملاعمر د طالبانو په منځ کې د یووالي یو فکتور وو. که چېرې هغه مړ شوی وی،نو دا ډله کولای شي پر بېلابېلو څانګو ووېشل شي چې پر هغې به سیالۍ وشي چې کوم یو یې ډېر توندلاری دی.

د داعش شتون به د دې لامل شي چې طالبان له هغوی سره یوځای شي.

شونې ده چې د بلواګرو له څو څانګو سره مذاکرات ډېر ستونزمن شي او شونې ده چې د طالبانو اصلي څانګې له دغو مذاکراتو سره مخالفت وکړي.؟

د اففانستان کابل چاپ د اوټلوک انګېزۍ ژبې ورځپاڼې سر منشي ډاکټر حسین سایا

له هغه سره د اړیکې لپاره کولای شئ پر لاندې پتې هغه ته برېښنا لیک واستوئ

reached at [email protected]

ملا عمر یو ځل بیا مړ شوی دی.دا په پنځو وروستیو کلونو کې دریم ځل دی چې د طالبانو د مشر د مړینې خبر

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه