Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پټې جګړې پرهرونه

د طالبانو پر وخت افغانستان ک یو ځوان کس چې د ښار پر لور روان وه، په یوه پوسته کې درول کېږي او ورته ابلاغ کوي چې ږیره او وېښته یې د مدهبي استانډرډ له مخې جوړ کړي.

د له جګړې هغه پورته شوی چلند دی چې نښه یې ځوان پښت دی او د دې ښکارندوی دی چې څنګه د جګړې پر مهال د یو کس جسم کنټرول شي.

خو په داسې حالت کې د حقوقو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته شوي دي چې له مخې یې د جګړې په لړ کې د تاوتریخوالیو سره احمتالي مخامخ کېدونکي کسان او یا هم چې د جنیسیت له مخې له ګواښ سره مخامخ وي ساتنه وکړي. باید یادونه وشي چې د جنسیت له مخې تاوتریخوالی تر ډېره هلکان او سړي زیانمن کوي. خو د ملګرو ملتونو او روغتیا نړیوال بنسټ د مالوماتو له مخې ښځي هم د جنسیتي تاوتریخوالیو قربانۍ دي. خو د اړوندو بنسټونو له خوا په دې برخه کې ترسره شوې څېړنې ښیې چې له جنسیتي تاوتریخوالیو تر ډېره د جنګي اوزارو په توګه کار اخیستل شوی او بیلګې یې په بوسنیا او رواندا کې لیدل شوې دي.

د دې مقالې لیکلو موخه دا ده تر څو د دې ښکارندې د مخنیوي لپاره محصلینو، سیاستوالو، غیرانتفاعي بنسټونو، روغتیايي کارکوونکو او بشري حقونو په برخه کې فعالینو ته کړنلاره وښودل شي. د کورنیو او ټولنو پاشل کېدو یو لامل ښایې همدا وي چې په جګړه کې له جنسیتي اوزارو کال اخیستل کېږي. په حقیقت کې پاشل کېدل او جلا کول یو سټراتیژیک ګام دی.

د ننګ داغونه چې د جنسي تېریو له امله لګول شوي آن په هغه وخت کې چې د سولې هوکړې وي، ترسره شوي دي. په سوریې کې د رسنیو د راپور له مخې آن د تاوتریخوالیو په لومړیو ورځو کې د جنسي تېریو څخه د یوې کړنلارې په توګه کار اخیستل شوی دی او دا ښکارنده لامل شوې ده چې خلک په ټولیزه توګه ووځي او کډوالۍ ته اړ شي، کله چې له نارینه‎و څخه په دې اړه پوښتنه کېده، دوی چې نه وو توانیدلي خپلې ښځې او لوڼې وژغوري، شرم او پېښماني یې درلوده.

یو شمېر نارینه ډېر خفه وو او ویلي یې چې دوی د دې حق نلري چې ورته مېړه وویل شي. خو داسې کسان هم وو چې د جنسي تېري له قربانیو سره یې واده کړی وه او دې کال هغوی په کور، کلي او د کار په ځای کې له مالي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي وو. ښځې په ټولنه کې د نارینه‎و یوې برخې په توګه کله چې له جنسي تېریو سره مخامخ کېږي، پایله یې د فرهنګ او ټولنې تباه کول دي.

موږ دا چې تاوتریخوالی یو فردي عمل دی، دې فکر ته پای ورکړو، تاوتریخوالی یوازې پر بدن د زخم ورکړه نه ده، بلکې د جګړې او یوه کس له جګړې د زخم کېسیه ده. دا نه ویل شوي کېسې د تاوتریخوالیو هغه برخه ده چې د جنسیت پر اساس رامنځته شوې ده او د نارینه او هلکانو بنسټ یې په نښه کړی دی چې د نړیوالې بې‎عدالتۍ په توګه ګڼل کېږي او دا جرایم نه ویل شوي دي.

د یوه متخصص په توګه چې له کډوالو او د کډوالو له مسایلو سره سر او کال لری، غوښتنه کړې ده، هغه متن چې د غوښتونکو او کورنیو چارو وزارت ترمنځ تدوین کېږي ډېر له کړکېچونو ډک وي. ځکه چې کله کله داستانونه بې‎اړیکه، کړکیچن او جنجال‎زیږونکي وي. د جنسیت پر اساس تاوتریوالی سړي او هلکان زوړې ته وړي او لامل کېږي چې دوی خپلې کورنۍ، ځمکې او آن خپل پېژاند له لاسه ورکړي. کله چې نارینه له دې ډول ستونزو سره مخامخ کېږی نو پر بدني او رواني روغتیا یې سخته اغېزه کوي.

په ځینو حالاتو کې د جګړې له امله یو شمېر کسان پر رواني ناروغیو او وېرې اختیه کېږي او د ټولنې لخوا لیري کيږي. هغو نارینه‎و چې د جګړې په کړکیچن حالت کې یې ژوند کړی دی، له جګړې اغېزمن شوي دي او دا لامل کېږي چې دوی خپله هېله او پېژاند له لاسه ورکړي.

د جنسي تاوتریخوالیو طبقه بندي چې د جسمي او غیر جسمي تاوتریخوالیو کې راځي او په یو شمېر حالاتو کې نارینه ته په دې اړه خبرې ستونزمنې وې، خو له ستونزو سره سره بیا هم د جنګي جرایمو د افشا کولو لپاره هوډ شته.

د مذهبي ماهیت له مخې په اوسنیو کړکیچونو کې د جنسیت پر اساس لا ډېر تاوتریخوالي د رامنځته کېدو په حال کې ښکاري تر څو د بشریت پر وړاندې د په راتلونکې کې راڅرګند شي. نو اړینه ده هغه څه چې نارینه یې له مخې افراطي ایډولوژۍ پلوۍ ته اړی کېږي او یا یې جسم ترفشر لاندې راولي، د مخنیوي لپاره یې لاره وموندل شي.

په پوهنتون کې د رواني روغتیا او رواني زیانونو استاذه، د لندن په سنټ جورج پوهنتون کې د طبي اخلاقو استاذه، عایشه احمد

د پټې جګړې پرهرونه

په ځینو حالاتو کې د جګړې له امله یو شمېر کسان پر رواني ناروغیو او وېرې اختیه کېږي او د ټولنې لخوا لیري کيږي، هغو نارینه‎و چې د جګړې په کړکیچن حالت کې یې ژوند کړی دی، له جګړې اغېزمن شوي دي او دا لامل کېږي چې دوی خپله هېله او پېژاند له لاسه ورکړي

شریک یي کړئ