Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښاغلي سپنتا نوی کشف، طالبان د افغانانو قاتلان دي

د ډاکټر ټولې خبرې مې په ټلویزون کې نه دي لیدلي، خو د طلوع نیوز په شبکه کې په دې اړه خبر مې ولوست، چې عنوان ې طالبان د افغانانو دښمنان دي و.

طالبانو د افغانانو دښمنان دي دا یوه نوې خبره نه ده، خبره داده چې حقاني شبکه، القاعده او طالبان د افغانانو دښمنان او انساني دښمن دی، دا خبرې ستونزې نه شي حل کولای.

خوولسمشر کرزی مصمم دی که طالبان مینه وال وي او ومني چې له افغان دولت سره سوله کوي او خبرې کوي او غواړي چې په واک کې ګډ شي.

ایا په دې کې شک شته دی چې ولسمشر کرزی به په واک کې د ګډون په برخه کې د طالبانو ور ګډول تاریخي شرمنده ګي وبولي؟ سپنتا وايي که له طالبانو سره خبره دې ځای ته ورسیږي تاریخي شرم دی او د تاریخ پر وړاندې باید شرم او عذر وشي.

له طالبانو سره خبرې اترې د څه لپاره دي؟ ایا دواړه لوري د یو بل له لونګۍ او نیکټايي سره مینه لري اکه غواړي چې دواړه لوري د ولسمشر کرزي د تکنوکراتانو او دوه تابعیته کسانو څيرې و ویني؟ د واک نیول او ځمکې واک هغه څه دي چې د ګاونډي هیواد څارګره اداره یې غواړي، او دا چې د پاکستان لومړی وزیر له الجزیرې ټلویزون سره په مرکه کې اعلان کوي چې له طالبانو ملاتړ نه کوي دا په روښانه ډول دروغ دي.

پاکستان او د یوسف رضا ګیلاني د خلکو ګوند طالبان په ۱۹۹۴ کال کې تاسیس کړل، د پاکستان متوفی د کورنیو چارو وزیر نصرالله بابر د طالبانو بنسټ ايښودنکی و، او حمیدګل یې هم معنوي پلار. حمایت له دې پرته څه ډول وي دا چې ښاغلی ګیلاني له دې خبرې انکار کوي، دروغ دي. د پاکستان دنده د افغاني طالبانو جوړول دی، ګیلاني یې تعریفوي، زموږ دنده په افغانستان کې له طالبانو ملاتړ نه دی.

د ملي امنیت مشارو رنګین دادفر سپنتا د ګاونډي هیواد په دې ټولو ستراتیژیکو ټکو خبر دی، او اصولا ښاغلی سپنتا د افغانستان د جګړې جغرافیه وي تغیر غواړي، جګړه دې د پاکستان خاورې او د ډيورنډ هغې غاړې ته ور کش شي. یو ځلې امریکايي چارواکو دا کار وکړ د سلاله له سمیې ور تیر شول او د نومبر د میاشتې په ۲۴ یې ۲۶ پاکستاني سرتیري و وژل، خو د پاکستان د خاور سیاسي ګرد د امریکې سترګې رنډې کړې، تر اوسه د تیري دا تجاوز د ډيورنډ پر خاوره پای ته نه دی رسیدلی، د ښاغلي سپنتا د جګړې د ستراتيژي تغیر د پاکستان لخوا د عواقبو له وړاندوینې سره مخ کیږي. زما په اند ډاکټر دې د دې پر ځای چې طالبانو ته د واک ورکړه تاریخي شرمنده ګي ده، یا د افغانانو قاتلین دي او یا دې په قطر کې د طالبانو دفتر سیاسي نه وي د دې مسلې مهمو ټکو ته دې پام وکړي، او هغه دې تیوریکې کړي او دی باید و وايي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ په اړیکو کې مهم ټکی څه شی دی؟ اصولا موږ له پاکستان سره په اړیکو کې دوه ستراتیژي لرلای شو، یوه د افغانستان د فقید ولسمشر داود خان ستراتیژي، او بله هم د امیرعبدالرحمن له وخت څخه تر امان الله خان پورې، هغه هم په ۱۹۲۹ کال کې او تر هغه وروسته د ښاغلي محمد هاشم او شاه محمود د صدارت پر مهال. اسناد ښيي چې له پاکستان سره د ډيورنډ د کرښې په اړه د افغاني امراوو او پاکستان تر منځ ستونزه حل شوې ون،، افغاني مشرانو ډيورنډ کرښه منلې و، او د دې کرښې د لغوې ستراتیژي یې لغوه کړې وه دوی باید منلې وي، خو د دوی ټولو هاخوا داودخان د ډيورنډ کرښې د لغوې ستراتیژي مطرح کړې وه، او د افغانستان سرحد ته یې یوه ډارونکي کرښه ویستې وه، د پښتونستان تجزیه بل څه و چې د داود خان په ستراتیژي کې مطرح شوې وه.

پاکستان هغه وخت نوی آزاد شوی و او افغانستان یې په ۱۹۴۸ کې دا آزادي په رسمیت و نه پیژنده، خو پوښتنه داده چې له پاکستان سره باید د کومې ستراتیژې له لارې چلند وشي د امراوو که د داودخان.

سپنتا د اماني دوره د افغانستان طلايي دوره بولي، چې وه او سمه ده، د امان الله د نوي فکر ښودنه د محمودطرزي، ولي محمدخان دروازي، میرمن یې ثریا، ښاغلي داوي او نورو له څيرو له ورایه ښکاري.اصلي خبره داده چې له پاکستان سره باید تاریخي ستونزه حل شي، د داودخان په ستراتیژي باندې دا ستونزه نه شي حل کیدی. مهمه دا ده چې پاکستان طالبان د پښتون ناسیونالیزم د له منځه وړو لپاره د پاکستان څارګرې ادارې جوړ کړي و چې دا ناسیونالیزم د پاکستان په امر طالبانو له منځه یو وړ، د ډيورنډ دواړو لورو ته څه تیریږي.

د پښتونو مشران طالبان وژني، او نن په صوات، باجوړ، اورکزی، مومند ایجنسۍ او شمالی وزیرستان کې د مشرانو پر ځای ملایان راج چلوي، نن دا سیمې ملاحفیظ ګل بهادرخان، ملانذیز، ملا رحماني، حکیم الله محسود، ملا احسان الله احسان، ملافقیرمحمد او ملافضل الله اداره کوي. او شریعت په خپله خوښه پلی کوي، د خدان په نوم پښې پرې کوي لاسونه پرې کوي او سرونه پرې کوي، د ټولنې منلي کسان یې له منځه وړي دي. طالبانو ایډیولوژي په پاکستان، افغانستان، خراسان او ومنځۍ اسیا کې د شریعت پلي کول دي.طالبان د واک لپاره مبارزه کوي، او د قدرت لپاره هم سوله. زما لپاره د درک وړ نه ده چې ښاغلي ډاکټر ویلي دي که طالبان په واک کې شریک شي تاریخي شرم به وی، او له تاریخ څخه باید عذر وغوښتل شي.

مهمه داده چې له پاکستان سره په سرحدي سیمو خبرې وشيو په دې کې کیدی شي د ډيورنډ ټولې خبرې مطرح نه وي، خو د خطوطو د ستونزې حل هم مهم دی. پاکستان کیدی شي د ۲۴ سرتیرو د وژنې لپاره قیامت نه وي جوړ کړی، قیامت یې د سلاله پیغام دی، پیغام یې دا دی چې ډيورنډ د اسلام اباد سره کرښه ده،له کرښې تیریدل کیدی شي هر ډول پایلې ولري، ولسمشر کرزی د رباني د وژل کیدو پر مهال ښې خبرې ته نغوته وکړه او ویې ویل چې اصلي لوری پاکستان دی نه طالبان، د ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اعلامیه کې دا یوه آله ده.

ښاغلی ډاکټر باید دا خبره جدي ونیسي چې پاکستاني او افغاني لوری شته دی، د افغانستان خوا یوازې څلور اجیر طالبان نه دي. دوی دولت لاسپوڅي بللی دی، خو اصل کې دوی د څارګرې ادارې غلامان دي. پاکستان ستاسو وره په روه ګاونډی دی، امریکا نور د جګړې جغرافیه نه تکراروي، دا چې کړي يې دي اوه پشتو نه یې بس دی، افغانستان تاسو ښه پیژنی، او د دفاع لاندې مو ډير خوبونه کړي دي. کاري ساعت یې له لسو تر دوو بجو پورې د دوی د نیژدې یارانو لخوا جوړ شوی دی.

زموږ اردو او پولیس نه شي کولای ستاسو تیوري چې د جګړې تغیر دی پر مخ بوزيو د جګړې پر ځای له پاکستان سره په مسایلو غور وکړی، او مهمې مسلې پکې و پیژنۍ، او که له طرحې يې د پاکستان په اړه ډاریږۍ دا باید ومني. د داود ستراتیژي او د ده تیره ستراتیژي کوم درد نه دی دوا شوی، خوښیږۍ مه چې په ښکلې ژبه او په تر ټولو ډيره لیدونکې رسنۍ کې وايي چې طالبان د افغانانو دښمنان دي دا نوی کشف نه دی.

د ډاکټر ټولې خبرې مې په ټلویزون کې نه دي لیدلي، خو د طلوع نیوز په شبکه کې په دې اړه خبر مې ولوست،

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه