Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښو او بدو طالبانو سیاست

دوه کاله مخکې چې د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني د هېواد واګی ار لاسه کړ، نو له هغې وروسته یې له پاکستان سره د افغانستان په اړیکو کې ډېرې لوړې ژورې تجربه کړې.

له اوس څخه یوه میاشت مخکې، ولسمشر غني د پاکستاني "جیونیوز" ټلویزیون سره په مرکه کې هڅه و کړه چې په سختو ټکو کې د خپل هېواد دریځ پاکستاني خوا ته وړاندې کړي، او په دې برخه کې پاکستاني لوري ته د ولسمشر غني دریځ روښانه وه، په دې مانا چې هر څه خپله کچه او اندازه لري او نور دوه‎ګونی چلند د منلو وړ نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ته له خپلو مالي او انساني قربانیو څخه د دغه هېواد په وینا له ترهګرۍ سره یې په مبارزه کې ورکړې، یادونه کوي. خو افغانستان هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په پاکستان او د نړیوالو ملګرو د قربانیو یادونه کوي. خو هغه څه چې افغانستان تل پرې ټینګار کوي دا ده، دا چې ولې پاکستان د طالبانو تر منځ توپیر کوي او دا ډله په ښو او بدو ویشي.

له یوې خوا کله چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې کوي، له بلې خوا د طالبانو په اړه خپل دریځ نه روښانه کوي او څوک نه پوهېږي چې پاکستان ښو او که بدو طالبانو ته اشاره کوي، خو باید یادونه وکړو چې دا خبره نو له چا پټه نشي پاتې کېدی او پاکستان هغه طالبان چې په نښه کوي، هغو بد طالبان بولي.

خو بل خوا پاکستان د هغو طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي چې په افغانستان کې پوځي عملیات کوي او هغوی د ښو طالبانو په نوم یادوي. په داسې حال کې چې ولسمشر غني د ټولو ترهګریزو ډلو پر نښه کولو ټینګار کړی، هغه څه چې پرپاکستان له ترهګرۍ سره نه مبارزې په برخه کې باورونه ټینګوي.

افغانستان په دې باور دی چي پاکستان له هغو مالي سرچینو چې په تېرې کابو یوه لسیزه کې کله چې نړیوال ځواکونه د امنیت ټینګښت لپاره افغانستان کې وو، ترلاسه کړې دي، سترګې پټوي. په همدې حال کې، پاکستان له افغانستان سره د میلیارډ ډالرو سوداګریز شریک دی او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د اړتیاو پوره کوونکی هېواد وه.

د دې ترڅنګ پاکستان د خپلو مالي ګټو لپاره د افغانستان په مسایلو کې د نړۍ ګډون له زیانه ډک بولي، خو دا ډول آند یوازې د پاکستان له خوا رامنځته شوی دی.

پاکستان همداراز په دغه هېواد کې له بلوڅو جنګیالیو سره افغانستان په همکارۍ تورنوي، هغه څه چې تر ټولو د مخه د پاکستان کورنۍ موضوع ده. خو دا یو غیر عادي امر دی چې افغانستان وکولی شي له دې موضوع څخه په خپله ګته کار واخلي. کولی شو د افغانستان دا دریځ په یوه تاریخي واقعیت کې بیان کړو هغه دا چې افغانستان هم خپل بلوڅ وکړي لري او دې توکم د تاریخ په اوږدو کې خپله وفاداري ثابته کړې ده. دا شونې ده چې د پاکستاني بلوڅو خوځښتونه د افغانستان ثبات باندې اغېز وکړي.

پاکستان ادعا کوي چې د ډېورند کرښې نوې کولو او د پښتونستان موضوع په اړه افغانستان کې هڅې روانې دي، خو په دې اړه چې د پاکستان دا ادعا ثابته شي په ډېرو ستونزو سره اسناد او شواهد پیدا شي. د دې ترڅنګ د افغانستان تاریخي دریځ ته په کتو، داهېواد نشي کولی خپل سویلي ګاونډي ته ستونزې رامنځته کړي.

له ټولو سره سره پاکستان د خپل پخواني رقیب هند سره د افغانستان له ښو اړیکو خوشاله نه دی. خو د ولسمشر په خبرو کې د افغانستان د بهرني سیاست اساسي ټکي مطالعه کېږي. ولسمشر غني په دې اړه وویل:"زموږ بهرنی سیاست د نورو کسانو مساله نه ده. خو یوازې زموږ، خو دا سیاسته به رغنیز ووسي."

له بده مرغه، پاکستان تل پر دې خبرې ټينګار کړی دی چې له هند سره د افغانستان اړیکې یوازې د پاکستان پر ضد د فعالیتونو زمینه برابروي. خو د پاکستان تورنو په اړه اسناد او شواهد چې دا خبره ثابته کړي نشي پیدا کېدی. د دې ترڅنګ هند د افغانسان په بیا رغونه او ثبات کې رغنده ونډه لوبوي. له همدې امله په افغانستان کې د هند ګډون ستایل شوی دی. دا ویلی شو چې افغانستان د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو له عادي کېدو سره کومه ستونزه نلري. په حقیقت کې که هند او پاکستان خپلې اړیکې عادي کړي نو افغانستان هم کولی شي چې ترې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې ګټه پورته کړي.

رېښتیني خبره دا ده چې په افغانستان کې سیاسي نظام نړیوالې اړیکې تنظیموي، خو په پاکستان کې دا چاره د پوځیانو نفوذ لاندې پرمخ بېول کېږي، نو له همدې امله ولسمشر غني واګي ته تر رسېدو وروسته د پاکستان د پوځ له مشر سره ولیدل.

افغانستان په دې باور دی چې د ولسمشري غني جدي دریځ ته د پاکستان له خوا پام لرنه نه ده شوې او د طالبانو، حقاني او داعش ډله چې امن پټنځایونه یې د پاکستان په خاوره کې دي، افغانستان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي چې وروستۍ بېلګه یې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید وه، او وروسته د ملي دفاع پر وزارت او د کابل په نوي ښار کې بریدونه. د طالبانو پخوانی مشر چې په پاکستان کې یې آزاده فعالیت کاوه د امریکا بې‎پیلوټه الوتکې په برید کې د دې هېواد په خاوره کې ووژل شو په داسې حال چې د افغانستان ملي اردو تل تورن ترهګر دې هېواد ته سپارلي دي.

دا ښايې تر یوې کچې سمه خبره وي چې د افغانستان خلکو، سیاسي مشرانو او پوهانو ترمنځ د پاکستان ضد احساسات د زیاتېدو په حال کې دي. خو د پاکستان د خلکو او حکومت سره د افغانانو توپیر ښکاره دی. هغه دا چې میلیونونه افغانان د ډېورنډ دواړو خواوو ترڅنګ اوسېدلي دي او پاکستان له میلیونونو افغانانو کوربه‎توب کړی دی. نو باید اوایوو چې افغانان د فرهنګي ارزښتونو په درلودو سره د نیکیو هېرونکي خلک نه دي. موږ په دې باور یوو چې د دواړو هېوادونو خلک د دوستۍ ډېر څه لري، خو د دولتونو ترمنځ باورجوړوونه ډېرو هڅو ته اړتیا لري، په افغانستان کې داسې بارونه شته چې پاکستان په دې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

افغانستان په دې باور دی چې د ولسمشر غني اقتصادي کړنلاره د سیمې لپاره د بریال کړنلاره ده او د سیمې ټول هېوادونه کولی شي چې ترې ګټه پورته کړي. ولسمشر تل پر مشارکت، موکو او ګټو ټینګار کړی دی. که پاکستان د افغانستان هڅې په سمه توګه جبران کړي، دواړه ملتونه کولی شي چې یوې ښې او سوله‎ییزې راتلونکې ته ورسیږي.

د مقالي لیکونکی، د افغان ملت ملي مترقي ګوند رئیس، اجمل شمس کله چې ولسمشر غني د امنیت لېږد مشر وه د نوموړي د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې. شمس پر سیاسي او پراختیايي مسایلو مقالې لیکلي او مقالې یې په مشهورو رسنیو لکه: نیوز انټرنېشنل، ګلف نیوز، فورین پالیسي، ډي انټرنېشنل او ډيپلوماټ کې چاپ شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه