Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولې افغانان د خپلو ستونزو پړه پر نورو اچوي

نور پړه و شمیرﺉ، که پر نورو مو پړه نه وي اچولې، په هېواد کې چې کوم بد کارونه  پیښ شوي دي، تاسو یې له استثنایي مواردو څخه ګڼل کیږی.

دلته زموږ په هیواد کې هر یو امریکا، ګاونډي هیوادونه او کرزی پړ ګڼي او که چیرې د امنیت په اړه د ټولو نیمګړتیاوو، اقتصادي ستونزو او د افغانانو په منځ کې د یوالي نه شتون په اړه موږ ټول امریکا او ګاونډیان پړه وګڼو، خو د نورو ټولو شیانو پخاطر کرزی همدلته ده تر څو د ملامتیا بار په خپله غاړو واخلي.

خلک حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر حامد کرزی د یو شمېر جدي ستونزو لکه اداري فساد، بې وزلۍ د لیونیو سپیو شتون او نورو ستونزو مسوول بولي.

که څه هم ولسمشر کرزی د دولت د مسوول په توګه د ځینو ناخوالو لامل دی، خو د دې لامل څه دی چې زموږ خلک د ټولو ستونزو پړه پر حکومت وراچوي؟ خو دا خپله د عادي خلکو له فکر او اندونو څخه سرچینه اخلي.

رسنې وضعیت د خبرولو پخاطر د میلیونونو ډالرو په لګولو سره د عامه اذهانو له لارې د مسوولیت پړه پر حکومت وراچوي.

مذهبي څیرې په ټولیزو ډول دغې قایدې کې شاملې دي، د اسلامي زده کړو پر ځای، دوی ډیری وخت د جمعې لمانځه د خطبې پر مهال د حکومت پر ټکولو لګوي. حتی ما له یوه ملا امام اوریدلي چې حکومت یې په کلیو کې د لارو په جوړولو او په پلازمینه کې د ورته کار په نه ترسره کولو تورن کاوه. دا روښانه خبره ده چې تاسو کولاې شۍ حکومت د هر څه په اړه پړ وبولۍ، خو تاسو اړ نه یاست چې ستاسې خبرې به سمې وي، د دولت پړ ګڼل یوه عامه خبره ده.

د ځینو وړاندوینو پر بنسټ، یو له اتو کسانو د افغانستان دولت له لارې استخدام کیږي، خو اوس زه نه پوهیږم چې یو کس په څومره کچه له حکومت څخه مجزا وي؟ که چیرې حکومت د ټولو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ناخوالو مسوول وي، دا د دې په معنې نه ده چې ټول ملت د مسوولیتونو یوه برخه وزغمي.

یواځې زموږ جومات ته وګوری، چې څومره جوماتونه په کابل او د هېواد په نورو برخو کې روزنیزې کړی رامنځته کړې دي؟ آیا د علم د زده کړې په اړه زموږ د دین تاکید همدومره دی؟ آیا موږ د یوه ښه مومن توب ادعا وکړو؟ آیا موږ انتظار وباسو تر څو دولت موږ ته دغه کړی جوړه کړي؟

خو تر ټولو مهم څیز دا دې چې د حکومت په پړه بللو سره موږ یواځې په ټولنه کې د ناباورې له ډیریدو سره مرسته کوو. نه دولت د دې نا اړینو موضوعاتو په بیانولو سره به دغه موضوع ګانې حل کړی او نه به موږ هیڅکله پر نورو د پړې اچولو پخاطر د خپل ځان پر لیدلو قادر و.

موږ هم مسوول یو. دلته د یې وزلې او امنیت په اړه یو لړ ستونزې شته چې دولت یې د ټولو پر حل کولو قادر نه دی.

موږ په ټولیز یا انفرادي توګه د دولت له مرستې پرته کولاې شو یو لړ مثبت بدلونونه په ټولنه کې راولو، خو دغه کار هغه وخت شونۍ دی چې موږ ځان د یو شمېر ستونزو د حل کولو مسوول وګڼو، چې زموږ په چاپیریال کې موجودی دي. موږ به هغه مهال ځان مسوول احساس کړو، چې نور پړه ونه شمیرو، لکه حکومت، ګاونډيان او د امریکا متحده ایالات.

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې یوه مهمه لاره وه، خو د افغانانو په حیث موږ ټول مسوولیت او وړتیاوې لرو تر څو په افغانستان کې د ځان، اولاد د یوه ښه حکومت د جوړیدو پخاطر له نورو سره مرسته وکړ.

نور پړه و شمیرﺉ، که پر نورو مو پړه نه وي اچولې، په هېواد کې چې کوم بد کارونه  پیښ شوي دي، تاس

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه