Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سلما بند نوم د افغان-هند دوستۍ نوم ته بدلون وموند

د افغانستان د حکومت کابینې، د سلمان بند نوم د دغې سترې بنسټیزې پروژې جوړولو ته د اقدام او د دواړو هېوادونو د اړیکو ټینګوالي ته د درناوۍ په موخه، د افغان-هند دوستۍ نوم ته بدلون ورکړ.

د ولسمشرۍ په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، دغه پرېکړه د کابینې په غونډه کې چې د محمد اشرف غني په ریاست په لاره اچول شوې وه، په لاس کې ونیول شوه.

په هرات کې د هند د قونسلګرۍ د مالوماتو پر بنسټ، د سلما زېرمه له ۲۰ کیلومتره اوږدوالي او ۷،۳ کیلومتره پلنوالي سره د ۶۴۰ میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او د هغې د اوبو اخیستنې بهیر به له ۹ څخه تر ۱۲ میاشتو وخت ونیسي.

هندي چارواکو ویلي دي چې د سلما د اوبو برېښنا بند پروژه چې د دغه حکومت له لوري له ۳۰۰ میلیونه ډالره لګښت سره رغول کېږي د ۴۲ مېګاواټه برېښنا د تولید سربېره، د ۸۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبو کولو وړتیا هم لري.

د افغانستان د حکومت کابینې، د سلمان بند نوم د دغې سترې بنسټیزې پروژې جوړولو ته د اقدام او د دواړو

Thumbnail

د افغانستان د حکومت کابینې، د سلمان بند نوم د دغې سترې بنسټیزې پروژې جوړولو ته د اقدام او د دواړو هېوادونو د اړیکو ټینګوالي ته د درناوۍ په موخه، د افغان-هند دوستۍ نوم ته بدلون ورکړ.

د ولسمشرۍ په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، دغه پرېکړه د کابینې په غونډه کې چې د محمد اشرف غني په ریاست په لاره اچول شوې وه، په لاس کې ونیول شوه.

په هرات کې د هند د قونسلګرۍ د مالوماتو پر بنسټ، د سلما زېرمه له ۲۰ کیلومتره اوږدوالي او ۷،۳ کیلومتره پلنوالي سره د ۶۴۰ میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او د هغې د اوبو اخیستنې بهیر به له ۹ څخه تر ۱۲ میاشتو وخت ونیسي.

هندي چارواکو ویلي دي چې د سلما د اوبو برېښنا بند پروژه چې د دغه حکومت له لوري له ۳۰۰ میلیونه ډالره لګښت سره رغول کېږي د ۴۲ مېګاواټه برېښنا د تولید سربېره، د ۸۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبو کولو وړتیا هم لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه