Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات د سلما بند ګټي اخیستو ته چمتو دی

د اوبو او برښنا وزیر انجینیز علي احمد عثماني وایې: ددغه بند د جوړولو کار پای ته رسېدلی دی او اوسمهال ۴۰ سلنه اوبه په دې بند کې زیرمه شوي دي.

د سلما بند د اوبو اخېستو بهیر پنځه میاشتې مخکې پیل شو چې اوس ددغه بند یو سلو اوه مترو دېوالونو تر شا د اوبو کچه تر دوه څلویښتو متره رسیږي خو ددغه بند د اوبو اخیستو بهیر به تر هغه وخته دوام وکړي چې د اوبو کچه سلو مترو ته ورسیږي.

د اوبو او برښنا وایې: ددغه بند د جوړولو چاري پای ته رسېدلي دي او راتلونکي کال کې به د هرات ولایت د کروندګرو کرنه بل ډول وي‎، او راتلونکي پسرلي کې به ددغه بند دوه توربینونه به برښنا هم تولید کړي.

انجینیر علي احمد عثماني زیاته کړه:"انشاالله چې ددغه بند چارې پای ته رسېدلي دي او راتلونکي کال کې به ګټې اخیستو ته وسپارل شي. دوه توربین یې هم نښلول شوي دي او یو توربین به ډیر ژر ونښلول شي."

اټکل شوی دی چې تر راتلونکو ۶ میاشتو به د سلما په بند کې ۶۴۰ میلیون مترمکعب اوبه زیرمه شي چې یادې اوبه به تر ۸۰زره هکتاره کرنیزه ځمکه اوبه کړي.

د هرات ولایتې شورا غړی سید عضیم کبرزاني وایې: " انشاالله چې دا به په راتلونکي کال د هرات ولایت اوسیدونکو لپاره یوه یوه مهمه پروژه وي او ددغه بند نه په ګټې اخیستو به د هرات ولایت د ولسوالیو څېره بدله شي."

په همدې حال کې ددغه بند امنیتي مسوول یو شمېر ګاونډې هېوادونه په ځانګړي توګه ایران په دې تورنوي چې د سلما بند شاخوا سیمه نا ارامه کوي او هڅه کوي چې ددغه بند نه د ګټې اخیستو مخه ونیسي.

د سلما بند امنیتي قومندان ولي محمد رشیدي وایې‎:" کابو شل ورځې مخکې زموږ پوځیانو یو موټر ودراو چې په دې موټر کې څلورویشت مخابرې، یوه بورۍ چاودیدونکي توکي او دوه جوړه هم د ایران د سپاه پاسدارانو کالي ترې لاسته راغلل او که ا یران له موږ سره دښمني ونلري نو ولي دا توکي موږ ته راولیږي."

اوسمهال د اوبو اوبرښنا وزارت له دغه بند نه کرنیزو ځمکو ته د اوبو د کانالونو پر جوړولو کار پیل کړی دی.

د هرات د سلما بند ګټي اخیستو ته چمتو دی

د اوبو او برښنا وزیر انجینیز علي احمد عثماني وایې: ددغه بند د جوړولو کار پای ته رسېدلی دی او اوسمه

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه