Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سلما بند له پرانیستنې د خلکو هرکلی

یو شمېر کارپوهان د سلما بند د پرانستنې څخه د هرکلي ترڅنګ وايي چې د دغه پروژې پرانیستل به د کابل او نوي ډیلي په اړیکو کې ګتوره تمامه شي.

افغانان نرندرا مودي هغه کس بولي چې د خپل هر ځل راتګ سره له ځان سره «سوغات» هم راوړي.

هند د اقتصادي پروژو د پلې کولو ترڅنګ، په دغه هېواد کې يې سلګونه افغان پوځيان هم روزلي او د امنیتي ځواکونو په سمبالښت کې یې هم ونډه درلودلې ده.

د هند لومړی وزیر، نرندرا مودي نن شنبه( د غبرګولي۱۵مه) د سلما بند پرانیستلو سره، ټولنیزو پاڼوکې دافغان کارونکو لخوا اتل وبلل شو.

یو شمېر هېوادوال د هند له کارونو هرکلی کوي.

د کونړ ولایت اوسېدونکی، مطیع الله شهاب وايي:«د سلما بند یوه ملي پروژه ده او د هغې رغول یو لوی ګام دی.»

همداراز د دغه ولایت بل اوسېدونکی، باران صافی څرګندوي:«له حکومت څخه غواړم چې پر نړیوالې ټولنې فشار راوړي ترڅو په افغانستان کې دا ډول نورې پروژې هم عملي کړي.»

په تېرې یوه لسیزه کې نوې ډيلي هڅې کړي دي څو له کابل سره په هره برخه کې مرسته وکړي، لکه چې اوسمهال هند له افغانستان سره پنځم ستر مرسته کوونکی هېواد بلل کیږي.

د دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وايي:«زموږ محصلان، افسران، بریدملان مو کلونه کېږي چې هندوستان ته د زده‎کړې لپاره ځي او بېرته هېواد ته راځي او دلته د افغانستان خلکو لپاره خدمت کوي.د دې ترڅنګ تاسو ولیدل چې د هندوستان حکومت له موږ سره د څلورو مې ۲۵ ډوله چورلکو مرسته هم وکړه.»

د ولسي جرګې د اقتصادي کمېسیون غړی، محمد هاشم اورتاق وايي:«ډېره ټولګټه او ښه پروژه ده او خلک کولی شي چې له دغو ډول پروګرامونو څخه ګټه پورته کړي.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان وايي چې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ دا نیږدې‎والی د ځینو ګاونډیو د سترګو اغزی دی.
د کارپوهانو په باور دا چاره ډېره وخت په افغانستان کې د هند د دیپلوماتیکو بنسټونو په نښه کېدو لامل هم شوی دی چې په لړ کې ډېرو افغان او هندي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پوځي چارو کارپوه، عتیق الله امرخېل وايي:«د ترهګرو ځپلو په موخه هندوستان نن هم او راتلونکې کې به هم خپله ونډه ادا کړي؛ ځکه چې دواړه هېوادونه افغانستان او هند له ترهګرۍ څخه اغېزمن دي.»

له ۱۰ کلونو راهیسې له افغانستان سره د هند مرسته کابو دوه میلیاردو ډالرو ته رسیږي. د نورواقتصادي او پوځي پروګرامونو ترڅنګ هند د سلما بند د جوړیدو، د زرنج دلارام د واټ جوړیدل، د ملي شورا د ودانې جوړول په افغانستان کې د هند تر ټولو مهمې پروژې دي چې ترسره شوي دي.

د راپور لیدو لپاره لاندې ځای کېکاږئ:

د سلما بند له پرانیستنې د خلکو هرکلی

یو شمېر کارپوهان د سلما بند د پرانستنې څخه د هرکلي ترڅنګ وايي چې د دغه پروژې پرانیستل به د کابل او

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه