اروپايي تولنې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۷ مه) د ګوګل شرکت یې د انحصار ضد قوانینو د سرغړونې په تور پنځه مېلیارد ډالره جریمه کړ.
اروپايي ټولنه وايي چې ګوګل، په خپلې وېبپاڼه کې ډېری د دغه شرکت تبلیغاتو ته بازار موندنه کړې ده.
اروپايي ټولنې دغه شرکت ته درې میاشتې وخت ورکړی ترڅو دغه پیسې تسلیم کړي.
د اروپايي ټولنې کمېسیون غړي مارګره وسټاګر په دې اړه وویل:«نن کمېسیون پرېکړه وکړه چې ۴.۴ مېلیارد یورو، چې ۵ مېلیارد ډالر کېږي د ګوګل شرکت یې له خپل ځواک او په ګرځنډه ټلېفونونو کې د ګوګل له ماشین څخه د ناوړه استفادې له امله جریمه کړي. دغه شرکت باید د راتلونکو ۹۰ ورځو په لړ کې دغه ټولې پیسې تسلیم کړي.»
د اروپايي ټولنې دغه پرېکړه د ګوګل شرکت په اړه د درې کلنې څېړنې په پایله کې نیول شوې ده.
تراوسه د اروپايي ټولنې له خوا هېڅ یو بنسټ دا ډول جریمه شوی نه دی.
د ګوګل شرکت مدیرانو تراوسه د دغې جریمې په اړه هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.
ګوګل همدارنګه تورن دی د هغو ځیرکو ټلېفونونو جوړونکي یې د ټلېفونونو له عرضې منع کړي چې له نورو سیسټمونو سره کار کوي.
ویل کېږي چې د ګوګل جریمه کولای شي د اروپايي ټولنې او امریکا ترمنځ شخړې زیاتې کړي.