Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا تر ټولو چټک کمپیوټر جوړ کړی

په نړۍ کې تر ټولو چټک او ځواکمن کمپیوټر چې «سامېټ» نومول شوی، په امریکا یې مخکتنه وشوه.

د دغه کمپیوټر، د محاسبې سرعت، د نړۍ د اوسني تر ټولو ګړندي کمپیوټر دوه برابره دی.

سامېټ په یوې ثانیه کې کابو د ۲۰۰ زره تریلیارده حساب ورکړې یا ۲۰۰ پټافلاپس ځواک لري. په داسې حال کې «سان‎وي ټایهو لایټ» چې چین جوړ کړی تراوسه په نړۍ کې تر ټولو چټک کمپيوټر دی، چې په ثانیه کې ۹۳ پټافلاپ ځواک لري.

دا کمپیوټر چې د دوه شرکتونو «ان‎ویډیا او اي بي ام» په همکارۍ جوړ شوی، په ټنسي کې د اوک ریج په ملي ازموینځای کې ساتل کېږي.

سامېټ ۴ زره او ۶۰۸ سرور او ۱۰ زره ټرابایټ حافظه لري.

امریکا او چین د نړۍ تر ټولو ځواکمنو او چټکو کمپیوترونو په جوړښت کې سره ډېره نېږدې سیالي لري.

امریکا تر ټولو چټک کمپیوټر جوړ کړی

د سامېټ کمپیوټر کاري حوزه په لومړي سره کې به د نجومي فیزیک، د سرطان په اړه د څېړنې او چاپېریال پېژندنې په برخه کې وي.

شریک یي کړئ