Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اپل بازار ته نوي ایفونونه عرضه کړل

د اپل شرکت خپل نوي ګرځنده ټلېفونونو«ایفون اېکس، ایفون ۸ او ایفون ۸ پلس» څخه مخکتنه وکړه او بازار ته یې عرضه کړل.

ایفون اېکس ټولنه پاڼه ننداریزه او لمسي ده او یوه اصلي فېزیکي ټنۍ د هغه پر مخ شتون لري،او د دې وړتیا لري چې د خپل څېښتن په لیدو سره هغه وپېژني.

دغه ګرځنده ټلېفون له څنډو څخه پرته ننداریزه مخ‎پاڼه لري چې د هغه ټول مخ یې پوښلی او د غوږکۍ پورتنۍ برخه د مخکنی کمرې لپاره پوښل شوې ده.

ایفون اېکس ښيښه‎يي بدنه لري او د دغه ټلېفون مخ او څټ په بشپړه توګه ښيښه‎يي دی او دغه دوه ښيښې د اوسپنې په واسطه له یو بل سره نښلول شوي دي.

دغه ګرځنده ټلېفون په دوه رنګونو خړ او نقره‎يي رنګ کې عرضه شوي دي.

لکه‎څرنګه چې وړاندوینه کېږي د دغه ټلېفون په اړه تبلیغاتو ته په پام سره د هغه بیه به د اپل ګرځنډه ټلېفون په تاریخ کې نوی ریکارډ ثبت کړي.

د دغه ټلېفون بیه له یو ډالر تخفیف سره ۹۹۹ ډالره دی.

د اپل شرکت همدارنګه له دوه نورو ګرځنډه ټلېفونونو ایفون ۸ او ایفون ۸ پلس څخه هم مخکتنه وکړه او بازار ته یې عرضه کړل چې د د ایفون د نورو ټلېفونونو د نسل دوام دی.

د ایفون ۸ نوې ځانګړنې دا دي چې له سیم څخه پرته هم چارچېږي. ښه کمره لري، ښيښه‎يي بدنه، قوي لوړ ویونکي او د چټک عامل سیستم یې نورې ځانګړنې دي.

شریک یي کړئ