Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکمنستان کې د نویو ټکنالوژيکي توکو نندارتون

د خزر حوزې د هېوادونو د نړیوالې غونډې په درشل کې، د ترکمنباشي په بندري ښارګوټي کې د نویو ټکنالوژیکي توکو او موټرو نندارتون جوړ شوی دی.

په دغه نندارتون کې د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس وايي چې حکومت باید د خزر حوزې له هېوادونو سره سوداګریزو اړیکو لپاره زمینه برابره کړي.

په دغه نندارتون کې د اذربایجان، روسیې، ایران، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان سترې او کوچنۍ ماشیني او د موټر جوړولو صنایع نندارې ته اېښودل شوې دي.

د ترکمنستان د کابینې لومړي وزیر ګلیجوف چاري بای راموویچ په دې اړه وویل:«دا نندارتون په راتلوونکي کې زموږ او د نورو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د اړیکو د پراختیا زمینه برابروي او موږ تمه لرو چې په دغه نندارتون کې ګډون کوونکي وکړلای شي له هغې لازمه استفاده وکړي.»

د دغه نندارتون ځينې ګډونوال نورو هېوادونو لکه افغانستان ته د خپلو د توکو د صادراتو پر پراختیا ټینګار کوي.

د روسیې د نندارتونونو د مرکز مسووله کیټ وویل:«موږ دم‎ګړۍ په افغانستان کې نندارتون نه لرو، که‎چېرې دا نندارتونونه په افغانستان کې هم جوړ شي، ډېر ښه دی او موږ لېواله یوو.»

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوول آرش یونسي وايي چې د حزر حوزې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا کولای شي د هېواد سوداګړي ځلانده کړي.

د هغه په وینا، د خزر حوزې هېوادونه د افغانستان د توکو لپاره ښه بازارونه دي او د دغو هېوادونو بازارونو ته د پراختیا زمینه برابره شي.

د ترکمنباشي په بندري ښارګوټي کې د نویو ټکنالوژیکي توکو نندارتون د دوه ورځو لپاره د حزز هېوادونو او د نړۍ د نورو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه په لاره اچول شوی دی.

شریک یي کړئ