Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دهلکانو او نجونو یوې ډلې له فساد سره دمبارزې لپار پوستکالي جوړکړي

د نجونو او هلکانو یوې ډلې، د فساد د کموالي او همدارنګه د اداري کارونو د چټکتیا لپاره پوستکالي جوړ کړي دي.

د دغې ډلې غړي وايي چې خپل کار یې له ۲۰۱۵ زیږدیز کال څخه پيل کړی او تراوسه یې اته پوستکالي جوړي دي.

د دغې ډلې یو غړی مصطفي وايي:«ټولې هغه ستونزې چې یو تولیدي شرکت یې ولري او ټولې محاسبې چې وغواړي ترسره یې کړي او ټول رمز او رازونه چې په خپل شرکت یې لري، کولای شي په دغه سیسټم کې یې ثبت کړي او هغه مدیریت کړي.»

نوریه اسماعیل زاده هم پوستکالو د جوړولو په برخه کې د خپلو تجروبو په اړه وايي داسې وايي:«زموږ یوه نظریه د اپلیکشنونو په اړه چې اوس جوړ شوی او د استفادې وړ دی، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یو پورتال دی، هغه ځای چې د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او غلو دانو ټول محصولات له ځانګړونو او انځورونو سره یې اضافه کېږي، او دا کولای شي چې له افغانستان سره د بهرنۍ پانګونې په برخه کې مرسته وکړي.»

هغه اداري چې د پوستکالو د تولید په برخه کې کار کوي په دغه برخه کې ظرفیتونه بسندویه بولي خو له دغو توکو دګټنې لپاره بازر موندنه کمه بولي.

د تکنیشن ادارې رییس عمر منصور انصاري په دې اړه وايي:«دا په ټول کې په افغانستان کې شته چې د ټکنالوژۍ په برخه کې پوهاوی ډېر کم دی په ځانګړې توګه هغه کسان چې د تصمیم نیولو او پروګرام جوړولو په کچه کې دي.»

د دغې  ډلې غړي وایي چې تراوسه د پوستکالو ۴۰ طرحې له ځان سره لري او هغه سافت ویرونه چې دوی یې تولیدوي د ټولنې اړتیا ته له کتلو سره پرې کار کړي او په دې برخه کې به تري ګټه واخستل شي.

شریک یي کړئ