Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوبۍ کې د پولیسو ځېرک مرکز جوړ شو

د دوبۍ ښار پولیس خلکو ته له آنلاین لارې د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یوه ځېرک مرکز جوړولو خبر ورکوي.

د دې مرکز له لارې خلک کولی شي په انلاین ډول د پولیسو خدماتو ته لاسرسی پیدا کړي‎، دا مرکز د تمې، نندارې او خدمتونو درې برخې لري.

دوبۍ کې یو تن پولیس، احمدجمال الجلاف وايي:«کله چې یو څه په کڅوړه کې اچوئ او سر یې بندوئ وروسته له کوډ سره سکن کیږي. بیا هغه یوه بکس کې اچوئ. صندوق پرانیستل کېږي او تاسو یوازې کڅوړه په کې اچوئ.»

د دوبۍ پولیسو په ځېرک مرکز کې دوه تنه اوس‎مهال خلکو ته کاروَنې لارې چارې ښیې، خو راتلونکې کې به دا مرکزونه پرته له کوم پولیس څخه په خپله فعالیت کوي.

پولیسه، ظارا محمدالمشاعري څرګندوي:«د دې مرکز جوړولو د خدمتونو لړ‎ۍ چټکه کوي، او د هغې اغېزې زیاتوي. خلک به هم خوښ وي او وخت به هم سپما کېږي.»

په دې مرکزونو کې د نړۍ په ۶ژبو خلکو ته خدمتونه وړاندې کيږي.

ټاکل شوې تر راتلونکې میاشتې پورې په دوبۍ کې د دغو مرکزو شمېر زیات شي.

تر دې مخکې دوبۍ د عربي متحده امراتو لومړنی ښار وه چې له هوایي ټکسیو څخه یې کار اخیستل پیل کړل.

دوبۍ کې د پولیسو ځېرک مرکز جوړ شو

د دوبۍ پولیسو په ځېرک مرکز کې دوه تنه اوس‎مهال خلکو ته کاروَنې لارې چارې ښیې، خو راتلونکې کې به دا مرکزونه پرته له کوم پولیس څخه په خپله فعالیت کوي

شریک یي کړئ