Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خوستي ځوان نوښت؛ ناروغ لپاره برېښنايي کټ

خوست کې یو ځوان د ناروغانو لپاره یو ځانګړی پرېښنايي کټ جوړ کړی دی، غه ناروغان چې له ځایه د پورته کېدو ځواک نلري ترې کار اخیستی شي.

دا ځوان قدرت الله نومیږي ۲۷ کلن دی، وايي په دغه کټ کې د ناروغ د پورته کېدو، د لاسو مينځلو او د ډوډۍ کیښودلو ځايونه شته چې ټول د برق د يوې بټنې په کیکاږلو سره په اتومات ډول کار کوي.

په ورته وخت کې د خوست اوسیدوونکي له حکومت څخه غواړي چې د قدرت الله ورته کسانو سره مرسته وکړي تر څو خپل نوښت لا هم پراخ کړي.

قدرت الله زیاتوي چې د یاد کټ پر جوړولو یې کابو شپته زره افغانۍ لګښت راغلی دی او په یوه میاشت کې جوړ شوی دی.

برېښنايي کټ

قدرت الله او ملګري یې وايي دوی کولی شي چې نور ورته پرېښنايي توکي جوړ کړي، خو په دې برخه کې د حکومت مرستې ته اړتیا لري او حکومت دې دوی د ذهینیت د لوړوالي لپاره پروګرامونه په کار واچوي.

په ورته وخت کې د خوست اوسیدوونکي وايي حکومت دې په دغه کټ بانګونه وکړي ترڅو په تخنیکي برخه کې د افغانستان نوم په نړی کې وځلیږي.

له دې وړاندې د خوست د ميخانيکي انسټيټيوټ يوه بل زده کوونکي هم يوه امنيتي دروازه او زانګو چې په اتومات ډول يې کار ترسره کاوه، جوړ کړي چې د هېواد په کچه وستايل شوه.

قدرت الله وايي د یاد کټ پر جوړولو یې کابو شپته زره افغانۍ لګښت راغلی دی او په یوه میاشت کې جوړ شوی دی

شریک یي کړئ