Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لوړو زده کړو وزارت د انلاین زده کړو سیسټم جوړوي

د لوړو زده کړو وزارت وايي د علم توانايي ده په شعار سره د افغان اېکس په نوم د انلاین زده کړې سیسټم پيلوي.

له دغه سیسټمه په استفادې سره خلک کولای شي چي د انټرنیټ له لارې د وخت او ځای له محدودیت پرته پر ځای او هر وخت کي د ګرځنډه ټلېفون او کمپیوټر له لارې د هېواد او نړۍ د پوهنتونونو تحصیلي کورسونو ته لاسرسی ولري.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین په دې اړه وویل:«موږ د افغانستان د راتلوونکي لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې تر ډېره بورسیو ته اړتیا لرو، او همدارنګه هغه پالیسي چې رامنځته شوې په واقعیت کې موږ هغو څانګو ته چې لومړيتوب لري او زموږ او دولتي سکټور د کومو څانګو کدرونو ته اړتیا لري چې موږ وکړای شو هغه کسان چې استو او بېرته راستنېږي دغو بنسټونو ته ګټور پرې وځي.»

له بلخوا د لوړو زده کړو وزارت وايي په روان هجري لمریز کال کې ۴۰۵ تنه د لیسانس، ۸۷۴ تنه د ماسترۍ او ۱۰۲ تنه هم د دوکتورا په برخه کې د ۴۱ هېوادونو پوهنتونونو ته د لوړو زده کړو لپاره استول شوي دي.

ښاغلي امین زیاته کړه:«له ۱۳۸۰ لمریز کال څخه تر ۱۳۸۱ لمریر کال پورې ما تاسو ته مثال درکړ چې ۲۲ زره محصلانو ته رسېده، او همدا اوس چې زه خبرې کوم څه باندې ۳۶۰زره محصلان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.»

د لوړو زده کړو وزارت د شمېرو له مخې د دې ترڅنګ په اوسني وخت کې ۳ زره او ۸۷۵ افغان محصلین د لیسانس، ۲۰۵۶ تنه د ماسترۍ او ۳۵۸ تنه هم د دوکتورا په برخه کې په بهرنیو هېوادونو کې په زده کړو بوخت دي.

د لوړو زده کړو وزارت وايي په روان هجري لمریز کال کې ۴۰۵ تنه د لیسانس، ۸۷۴ تنه د ماسترۍ او ۱۰۲ تنه هم د دوکتورا په برخه کې د ۴۱ هېوادونو پوهنتونونو ته د لوړو زده کړو لپاره استول شوي دي.

شریک یي کړئ