د سټراټلانج شرکت مسوولینو چې دغه الوتکه جوړه کړې وايي چې دمګړۍ دوی د الوتکې پر هغو برخو کار کوي چې تراوسه جوړ شوي نه دي.
د دغو چارواکو په وینا، دغه الوتکه له دوه ازمویښتي الوتنو چې د امریکا د کلفورنیا په فضايي مرکز کې ترسره شوي بریالۍ راوتلې او ټاکل شوې ده چې درې نور ازمویښتي الوتنې ترسره کړي.
خو پاتې الوتنې به له ډېر سرعت سره ترسره شي؛ په وروستي ازمویښت کې د دغې الوتکې سرعت په ساعت کې ۷۶ کیلومټره وه.
د سټراټلانج شرکت د چارواکو په وینا، ټاکل شوې ده په وروستیو ازمویښتونو کې، د دغې الوتکې چټکتیا په یوه ساعت کې له ۱۳۰ تر ۲۲۰ کیلومټرو پورې ورسېږي.
کهچېرې دغه الوتنې په بریالیتوب سره ترسره شي، د سټراټلانج شرکت چارواکي تصمیم لري چې د نړۍ تر ټولو ستره الوتکه د روان کال په لړ کې الوت ورکړي.