چيني پوهان د دغه هېواد د «یانګ تسه» سیند طبیعي یخچالونو د کنګلو د سترو ټوټو د ماتېدو په اړه څېړنه کوي.
اسوشیټډ پرس په یوه رپوټ کې لیکي چې دغه پوهان غواړي پوه شي د دغو یخچالونو ماتېدل طبیعي دي که د موسمي بدلون له امله دي.
دا څېړنه د چین د علومو اکاډمۍ د کلني پروګرام یوه برخه ده چې د «ایکو سیسټم» د ساتنې لپاره د تبت په «یانګ تسه» سنید کې ترسره کېږي.
د دغې اکاډمۍ د ټنګلا د څار تمځای لوړپوړی څېړونکی ای ایکسایبو وايي، هغه کنګل چې د ګیلاډینډونګ څوکې په شواخوا کې، چې د تنګلا په غرونو کې تر ټولو لوړه ټوټه جوړه کړې ده، کولای شي وړاندوینه وکړي چې کنګل وهلی تود فصل له هغې وړاندې معمولي دی.
هغه وویل:«دا یوازې د اپرېل پای دی او موږ د کنګل د ولېدو شاهد یوو. داسې ښکاري په تودو کلونو کې یا هم د فصل له تودېدو سره، په اپرېل کې، په راتلونکو کلونو کې رامنځته کېږي، ایا دا په دې مانا دی چې تود فصل وخته راځي؟ دا د دې ښودونه کوي چې یخچالونه د هوا حالاتو له بدلون سره حساس دی او دا حساسیت کولای شو د اوبو د سیسټم لپاره د یوه امپلیف په توګه ورته پاملرنه وکړو، له دې امله موږ ته د یخچالونو طبیعي بدلون ډېر ارزښت لري.»
دا څېړنه د وروستۍ پایلې تر لاسه کولو پورې دوام لري.