ګوګل پرون دوشنبه (د تلې ۱۶مه) وویل، د ګوګلپلس شبکه تېره مارچ میاشت کې امنیتي ستونزې سره مخ شوې وه، چې له امله يې تر یو نیم میلیون ډېرو کاروونکو شخصي معلومات خپاره شوي دي.
د ګوګل په وینا، د همدې ستونزې له امله تر یو نیم میلیون ډېرو کارونکو نوم، ایمیل ادرس، دنده، جنسیت او عمرونه شریک شوي دي.
ګوګل زیاتوي د دې ستونزې په اوږدو کې تبادله شوي پیغامونه او د خلکو د ټلیفونونو شمېرې نه دي څرګندې شوې او زیان نه دی ورته رسېدلی.
ګوګل د فیسبوک په مقابل کې د ګوګلپلس خدمتونه په ۲۰۱۱زېږیدیز کال رامنځته کړل، چې سوړ هرکلی يې د ماتې علت بلل کېږي.