Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فېسبوک په سلګونه اندونیزیايي حسابونه وتړل

د رویټرز د خبري آژانس دراپور له مخې فېسبوک سلګونه اندونیزیايي حسابونه تړلي دي، د یاد شمېر د حسابونو د چلولو په تور درې کسان نیول شوي. دا کسان شکمن دي چې د فېسبوک چلوونکو ته یې پیسې ورکولې او جعلي خبرونه یې خپرول.

د فېسبوک د سایبري سیاست مدیر، ناتانیل د یاد خبر له تايید سره رویټرز ته ویلي دي:«دوی له دوکه کوونکو پیغامونو سره په خپلو حسابونو کې جعلي خبرونه خپرول تر څو په اندونیزیا کې عمومي مباعث تر اغېز لاندې راولي.»

اندونیزیا د فېسبوک لپاره په نړۍ کې درېیم لوی بازار دی چې په کې کابو ۱۰۰مېلیونه کارونکي لري، ټاکل شوې چې د روان زیږدیز ۲۰۱۹ کال په اپریل میاشت کې په دې هېواد کې ټاکنې ترسره شي او له جعلي خبرونو سره د ټاکنو د پایلو له زیانمنېدو وېره شته.

په همدې حال کې فېسبوک شرکت پر یو شمېر هېوادونو فشارونه راوستي چې پر پاڼو د ناسمو خبرونو مخنیوی وکړي.

فېسبوک په جنورۍ میاشت کې وویل چې د جعلي خبرونو د مخنیوي لپاره یې دوه سیمه ییز مرکزونه رامنځته کړي دي.

په همدې حال کې فېسبوک شرکت یو شمېر هېوادونو باندې فشارونه راوستي چې پر پاڼو د ناسمو خبرونو مخنیوی وکړي

شریک یي کړئ