Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند یوه نوې سپوږمکۍ فضا ته استوي

هندي چارواکي وايي چې دغه هېواد غواړي یوه نوې سپوږمکۍ فضا ته واستوي او دا نوی ماموریت د «چندرایان ۲» په نامه په سپوږمۍ کې به وي.

پر دې ماموریت به ۱۴۱ مېلیونه ډالر لګښت راشي. دا به سپوږمۍ ته د هند دویم ماموریت وي.

که‎چېرې دا ماموریت بریالی شي، د هند په فضايي پروګرامونو کې به یو ستر پرمختګ وي.

د دغې سپوږمکۍ ماموریت د سپوږمۍ د سوېلي برخو څېړنه ده چې تراوسه ناپېژانده پاتې ده.

د علمي مسایلو لیکوال پلوا بګلا وايي:«چندرایان ۲، به د هند لپاره یو طبیعي پرمختللی تولید وي؛ ځکه چې هند په ۲۰۰۸ کال کې د سپوږمۍ مدار ته واستوله او وروسته په ۲۰۱۳ز کال کې یوه بله سپوږمکۍ یې مریخ ته واستوله. اوس هند هیله لري چې خپله بله سپوږمکۍ د سپوږمۍ پر سطحه کېنوي، چې دا به یو ستونزم بهیر وي او هند د لومړي ځل لپاره دا ازمايي.»

دا ځل هند غواړي چې یوه څرخي سپوږمکۍ او یو څېړونکی روبوټ چې د دغې سیارې پر سطحه به کېني واستوله څو د سپوږمۍ په اړه څېړنه وکړي.

د فضايي مسایلو کارپوه ناتانسري هم څرګنده کړه:«د سپوږمۍ سوېلي برخه، هغه ځای دی چې تل په سیوري کې ده، چې هلته د اوبو، یا مدني موادو او یخ شتوالي امکان شته. موږ له مخکنیو ماموریتونو، ځینې نښتې پيدا کړې دي. خو دا ځل کولای شو په دې برخو کې چې تل په سیوري کې دي، مفصلې څېړنې ترسره کړو.»

هند وايي چې د دغه ماموریت ټول اوزار په هند کې جوړ شوي دي.

ټاکل شوې چې د هندي سپوږمکۍ د لېږد توغندی د دوشنبې په ورځ فضا ته وتوغول شي او سپټمبر په شپږمه او یا هم اومه نېټه یعنې کابو درې میاشتې وروسته سپوږمۍ ته ورسېږي. 

هند یوه نوې سپوږمکۍ فضا ته استوي

هندي چارواکي وايي چې د دغه ماموریت ټول اوزار په هند کې جوړ شوي او پر دې ماموریت به ۱۴۱ مېلیونه ډالر لګښت راشي.

شریک یي کړئ