Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر یو وار مصرف پلاستیک د بندیز په اړه د اروپايي پارلمان توافق

اد اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو پارلمان پر دې هوکړه کړې چې یو وار مصرف پلاستیک استعمال نه کړي. 

د دې پارلمان غړي د ۵۷۱ رایو په موافقت او د ۵۳ نورو په مخالفت دې هوکړې ته ورسېدل، چې اروپا کې به یو وار مصرف پلاستیک نه استعمالېږي.

دوی هوکړه وکړه چې تر ۲۰۲۱ز کاله به د یو وار مصرف پلاستیک وسایل لکه لوښي یو مخیز بند کړل شي او تر ۲۰۲۵ز کال پورې به د اروپايي ټولنې ټول غړي هېوادونه دا ډاډ ورکوي چې ۹۰ سلنه پلاستیکي بوتل به را ټولوي. 

پلاستیک یو له هغو چاپیريالي موادو څخه ګڼل کېږي، چې اوږد عمر لري، ژر له منځه نه ځي او ګڼې ناروغۍ ترې پيدا کېدلی شي. 

په اروپا کې هر کال ۲۵ میلیونه ټنه پلاستیک استعمالېږي، چې بېرته يې له څلورو برخو یوه برخه را ټولېږي.

شریک یي کړئ