Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په طب کې نوښت؛ یو ۱۰ کلن هلک ته د درې اړخیزه (بعدي) لاس جوړول

د اسکاټلنډ اېډینبرګ ۱۰ کلن اوسېدونکی کېمرون مېلر، د طب او ټکنالوژۍ د نړۍ د متخصصانو په مرسته او د ۱۳ زره او ۳۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت د یوه درې اړخیزه مصنوعي لاس څېښتن شي. مېلر کله چې نړۍ ته راغی ښی لاس یې نه درلود.

دغه ماشوم هلک هیله ښودلې چې په نېږدې راتلونکي کې د یوه مصنوعي لاس څېښتن هم شي ترڅو د خپل لاس په خوځول سره وکړای شي د موسیقۍ الات وغږوي او د لوبو له څيزونو سره لوبې وکړي.

له دغه ماشوم هلک سره د مرستې د راغونډولو لپاره د «فورټ» په نامه اسکاټلنډۍ راډیو مهمه ونډه لرلې ده.

په همدې حال کې، د مېلر مور مارګرېټ ویلي چې په لومړیو ورځو کې د دغه واقعیت درکول یې د زوی لپاره ډېر ګران وو چې هغه خپل ښی بازو نه شي خوځوای چې څه پرې واخلي. د طب په نړۍ کې د مېلر مصنوعي لاس پيوندول په اروپا او امریکا کې د طبي پرمختګونو یوه ناره پېښه پېژندل کېږي چې د (اوپن بایونیک) شرکت له خوا طرحه شوی دی.

د شرکت اجرايي مدیر جویل ګیبارډ وايي چې دغه لاس د بازو له عضلاتو څخه د سیګنال په ترلاسه کولو سره په معمولي توګه لاس او د لاس ګوتې په حرکت راولي، کار کوي.

د اوپن بایونیک شرکت له بریا سره د دغې طرحې له عملي کولو سره غواړي ترڅو د دغه مصنوعي لاس بیه ټیټه کړي ترڅو ډېر ماشومان وکړای شي له هغه استفاده وکړي.

شریک یي کړئ