چینايي چارواکو په دې هېواد کې د ماشومانو نېږدې لیدو ستونزې زیاتې سره د ویډیویي لوبو د کنټرول او څار کړنلاره پلې کوي.
د دې هېواد چارواکي د لوبو او یا د لوبولو وخت راکم کړي او ویل شوي چې دې لوبو ته به عمر هم په پام کې نیول کېږي.
ویل کېږي چې چین د نړۍ لپاره د لوبو تر ټولو لوی بازار دی او ویل کېږي چې د یادو شرکتونو سهام د دې خبر تر خپرېدو وروسته سقوط کړی دی.
د چین د روزنې وزارت د دې هېواد ولسمشر، شې جینګ پینګ غوښتنې له مخې چې د سترګو روغتیا ته د پام سپارښتنه وه، خپل روغتیايي سیاست اعلان کړی دی.
دې وزارت ویلي دي چې د لنډ لید ستونزه د ټلفون، مبایل او نورو الکترونیکي قطعو کارونه او همداراز ترڅنګ یې بهر نه وتل او د سپورټ نه کول یې لامل دي.