Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

آسیايي المپيک لوبو لابو کې یوازېنی افغان لوبغاړی، نظري ګډون کوي

علي اصغر نظري د اندونیزیا په آسیايي سیالیو کې د افغانستان یوازینۍ استازی دی چې په کې د لامبو پّ برخه کې ګډون کوي.

نوموړی له څلورو میاشتو راهیسې د مسلکي تمرینونو په کولو سره هڅه کوي چې په دغو سیالیو کې د هېواد لپاره د ویاړ ګټلو ته ځان چمتو کړي.

ښاغلي نظري وویل:«زه دي لوبو ته چمتووالی لرم او مننه کوم د لامبو فدراسیون له رئیس څخه چې دا زمینه یې موږ ته برابره کړه.»

دغه ملي لوبغاړی په داسې حال کې د هېواد ته د ویاړ ګټلو لپاره ځان چمتو کوي چې د دې سپورټي د نړیوالو معیارونو لږ امکانات هم نه لري.

د لامبو فدراسیون رئیس، قاسم علي حمیدي څرګندوي:«زه ډاډه یم چې لوبغاړی مو ښه چمتووالی لري، دې لوبو کې ډېر اتلان راځي او ګډون کوي، خو بیا هم موږ هیله لرو چې زموږ دا لامبوزن به د هېواد بیرغ ورپوي.»

خو د هېواد د لامبو فدراسیون وايي چې نظري پیاوړی لوبغاړی دی او په بهرنیو سیالیوکې پوره تجربه لري اوپه دغو سیالیو کې به ښه وځلیږي.

د آسیایي المپیک په سیالیو کې چې ټاکل شوې ده تر راتلونکو شلو ورځو پورې د شپږ څلویښتو آسیایي هېوادونو په ګډون د اندونیزیا به جاکارتا کې ترسره شي د افغانستان په استازیتوب د شپاړسو سپورټي برخو اتیا لوبغاړي ګډون کوي.

په همدې حال کې کابل کې د اندونیزیا سفیر، عارف رحمان آسیايي لوبو اتلسم دور ګډون‎کوونکو لوبغاړو سره د بدني روزنې او سپورټ عمولي ریاست کې وکتل.

ده څرګنده کړه چې هېواد یې د لوبو ګډون کوونکو په ځانګړې توګه افغان لوبغاړو ته آسانتیاوې برابرې کړې دي تر څو ښه کوربه هېواد ووسي.

ټاکل شوې ده چې دوه اوونۍ وروسته په ۱۶ څانګو کې افغان لوبغاړي آسیايي لوبو کې د ګډون په موخه چې اندونیزیا کې ترسره کېږي، دې هېواد ته ولاړ شي.

دوه اوونۍ وروسته په ۱۶ څانګو کې افغان لوبغاړي آسیايي لوبو کې د ګډون په موخه چې اندونیزیا کې ترسره کېږي، دې هېواد ته ولاړ شي

شریک یي کړئ