Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

احمد ولي هوتک د ناپېژاندو کسانو لخوا ټپي شو

د ازادو سیالیو یا فري فایټ لوبغاړی احمد ولي هوتک د نامالومو کسانو له‌خوا په چړو وهل شوی دی.

ښاغلي هوتک ته نېږدې سرچینې وايي چې نوموړی تېره شپه (یک شنبې د تلې په ۲۲مه نېټه)خپل کور ته نېږدې د پنځو کسانو لخوا ټپي شوی دی.

دا سرچینې زیاتوي چې پر ښاغلي هوتک ډزې شوې دي او یوه ګولۍ یې په نس کې لګېدلې ده او پرسر یې هم په چړو وهلی دی.

د کابل د پولیسو ویاند، حشمت ستانکزی وايي، دا پېښه به په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.

تر اوسه د دې پېښې اصلي لام نه دی روښانه.

په همدې حال کې د هېواد اجرائيه رئيس، عبدالله عبدالله هم د احمد ولي هوتک د ټپي کېدو په اړه غبرګون ښودلی او دا کړنه یې غندلې ده.

نوموړي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي:«پر احمد ولي هوتک د ناځوانه برید له اوریدو وروسته د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ته دنده سپارل شوې تر څو دا قضیه وڅېړي، عاملین یې ونیسي او په دې برخه کې جدي څېړنې وکړي.»

ښاغلي عبدالله وړاندې لیکلي چې د عامې روغتیا وزارت هم  ښآغلي هوتک د ښې درملنې په موخه له ټولو آسانتیاو کار اخلي.

همداراز د ملي امنیت پخواني سلاکار، حنیف اتمر هم پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي دي:«تېره شپه د کابل ښار د اتمې حوزې په مربوطاتو کې د نامالومو کسانو له لوري، د افغانستان د پرانېستو مبارزو د ‌‌‌‌‌‌ډګر اتل احمدولي هوتک ټپي کېدو سخت ودردولم. امنیتي ادارو ته په کار ده، چې د لوبغاړو د امنیت او خوندیتوب چارې ته خاصه پاملرنه وکړي.‎»

احمد ولي هوتک روسیه کې ازادو سیالیو ته د چمتووالي په موخه پنځه میاشتې مخکې امریکا متحده ایالاتونو ته ولاړ او هلته یې تمرینونه ترسره کړل.

تمه وه چې ښاغلي  هوتک  د روانې زیږدیزې میاشتې اکتوبر په ۱۹ مه نېټه د خپل روسي سیال، مکسیم یوسوچي پر وړاندې میدان ته وتلی وی.

د ازادو سیالیو لوبغاړي احمد ولي تر ټپي کېدو وروسته له هغه اخیستل شوې ویډیو کې ښکاري چې مخ او سر یې په وینو ککړ دی

شریک یي کړئ