Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ایرلنډ ته د ۱۰۹ منډو په توپير ماتې ورکړه

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د جمعې پر ماښام د یو ورځنیو سیالیو په څلورمه لوبه کې چې د هند په دهراودون ښار د راجیوګاندي په نړیوال لوبغالي کې ایرلنډ ته د ۱۰۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه ایرلنډۍ لوبډلې وګټه خو د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

افغان لوبډلې د ۴۹،۱ اورونو کې ۲۲۳ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې ۲۲۴ منډې هدف وټاکه، خو ایرلنډې لوبډله ونه توانېده چې ورکړل شوی هدف پوره کړي، یوازې ۱۱۴ منډې یې جوړې کړې.

په دغې لوبه کې محمد نبي عسي خېل ۶۴ او افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي ۵۴ منډې جوړې کړې چې د لوبې په بریا او ښه هدف ټاکلو لپاره یې ښه ونډه واخیسته.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې ایرلنډي لوبغاړي د توپوهنې لپاره ډګر ته راووتل او چې دواړه په پرله پسې توګه د افتاب علم او مجیب الرحمن ځدران له خوا وسوځېدل.

د ۲۶ اور په وروستي توپ ټول ایرلنډي لوبغاړي وسوځېدل او لوبه د افغان لوبډې په ګټه پای ته ورسېده. 

په دغې سیالۍ کې افتاب علم څلور، مجیب الرحمان او راشد خان دوه دوه محمد نبي او ګلبدین نایب یوه یوه ویکټې وغورځولې او په پای کې راشدخان د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د ایرلنډ په وړاندې افغان لوبغاړو هر یوه افتاب علم څلور، مجیب الرحمان او راشد خان دوه دوه محمد نبي او ګلبدین نایب یوه یوه ویکټې وغورځولې او په پای کې راشدخان د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

شریک یي کړئ