د ویسټانډيز کرکټ لوبډلې د شنبې پر ورځ د سنټ کیټس ټاپو کې دوهمه۲۰ اوریزه لوبه ترسره کړه چې افغانستان د ۲۹ منډو په توپیر سره لوبه وبایلله.
د افغانستان کرکټ لوبډلې مخکې له دې هم لومړۍ لوبه ویسټانډيز ته بایللې وه.
ټاکل شوې ده چې د یادو دوو لوبډلو ترمنځ نن دوشنبې( د غبرګولي۱۵مه) د ویسټانډيز په ورنر پارک کې ترسره شي.
افغانستان له ویسټ انډيز سره درېنورې نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې لري.
مخکنۍ لوبه کې افغانستان د شپږو ویکټو په توپیر سره ماته منلې وه.
لومړنۍ ۲۰ اوریزه لوبه کې افغانستان د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته ۱۱۱ منډو موخه وټاکله.
سیالې لوبډلې هم د څلورو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ورکړل شوې موخه پوره کړه.