Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د کرېکټ په اسیايي سیالیو کې پاکستان ته ماته وکړه

د افغانستان د کرېکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې وکړای شوی چې د اسیا جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې د پاکستان د کرېکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې ته د اوه ویکټو په توپیره سره ماته ورکړي.

په دغې سیالۍ کې لومړۍ توپوهنه پاکستان پیل کړه او خپلو ټولو لوبغاو په سوځېدو سره یې افغان لوبډلې ته  د ۵۸ منډې هدف وټاکه چې افغان لوبډلې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته یې تاریخي ماتې ورکړه.

دغه لوبه د جمعې په ورځ په مالیزیا کې ترسره شوه، او افغانستان، له سریلانکا او پاکستان سره په یوې ډله کې دی.

د افغانستان له لورې په توپ اچونه کې مجیب ځدران ښه وځلېده او د سیالۍ لوبډلې شپږ لوبغاړي یې وسوځول.

د هېواد د کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان دغه بریا یوه تاریخي بریا وبلله.

د افغانستان د کرېکټ د نولس کلنو د ملي لوبډلې راتلونکې لوبه به له سریلانکا سره وي.

شریک یي کړئ