Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان له زمبابوي لومړۍ شل‎اوریزه لوبه وګټله

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ شل اوریزه لوبه چې تېر ماښام( د سلواغې۱۶مه) ترسره شوه، د هېواد کرکټ لوبغاړو دا لوبه د ۵ ویکټو په توپير وګټله.

لوبه لومړۍ افغانستان پیل او د توپ‎وهنې سره یې لوبه پیل کړه تر څنګ یې زمبابوې لوبډلې هم په پيل کې ښه لوبه وکړه چې د ۴۰ منډو په جوړولو یې کوم لوبغاړی ونه سوځیدو.

د زمبابوې لومړۍ لوبغاړی د افتاب عالم په توپ اچونه وسوځېده، ورپسې دوه لوبغاړي شرف الدین اشرف یو لوبغاړی ګلبدین نایب یو لوبغاړی محمد نبي او درې لوبغاړي راشد خان وسوځول. 

له دې سره زمبابوې لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۱ منډې  جوړې او افغانستان ته یې دا موخه ورکړه.

 ورپسې د افغانستان لوبغاړو لوبه پیل کړه.

په دې لوبه کې محمد نبي ښه توپ وهنه وکړه چې په ۲۷ توپونو یې ۴۰ منډې جوړې کړې. 

له دې سره د دغو سیالیو لومړۍ لوبه افغان لوبډلې په ۵ ویکټو سره وګټله.

د لوبې په پای کې محمد نبي په لوبه کې د ښه ځليدو او ډېرو منډو جوړولو له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ټاکل شوې ده چې نن ماښام افغانستان بیا هم له زمبابوې سره خپله بله شل اوریزه لوبه پیل کړي او دا به یي دوهمه لوبه وي

شریک یي کړئ