له زمبابوې سره د کرکټ لړۍ لوبو دوهمه لوبه هم افغان کرکټ لوبغاړو د ۱۷ منډو په توپیر وګټله .
د دوهمې لوبې پچه زمبابوې لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ نیونې پرېکړه وکړه همداراز افغان لوبغاړو په زړه پورې پیل وکړ، چې ۱۷ منډې شهزاد محمدي، ۲۷ منډې کریم صادق، ۲۷ اصغرستانکزي ۲۴منډې نجیب ځدراڼ، او د لوبې ډیرې منډې ۴۵ محمدنبي جوړې کړې.
ورپسې زمبابوې لوبغاړو لوبه پیل کړه چې دوه لوبغاړي مجیب ځدراڼ، دوه لوبغاړي راشد خان او یو لوبغاړی محمد نبي وسوځول.
د زمبابوې له خوا سکندر رضا ۴۰ او مسکدزا ۲۹ منډې جوړې کړې له دې سره دغه شل اوریزه لوبلړۍ افغان لوبډلې په ۱۷ منډو په توپیر وګټله.
د تېرې لوبې په څېر بیا هم محمد نبي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
دا په داسې حال کې ده چې مخکنۍ لوبه د افغانستان او زمبابوې ترمنځ چې تېر ماښام( د سلواغې۱۶مه) ترسره شوه، د هېواد کرکټ لوبغاړو دا لوبه د ۵ ویکټو په توپير وګټله.
لوبه لومړۍ افغانستان پیل او د توپوهنې سره یې لوبه پیل کړه تر څنګ یې زمبابوې لوبډلې هم په پيل کې ښه لوبه وکړه چې د ۴۰ منډو په جوړولو یې کوم لوبغاړی ونه سوځیدو.
له دې سره د دغو سیالیو لومړۍ لوبه افغان لوبډلې په ۵ ویکټو سره وګټله.
د لوبې په پای کې محمد نبي په لوبه کې د ښه ځليدو او ډېرو منډو جوړولو له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.