زهرا رضايي هغه نجلۍ چې په ۲۰۱۶ کال کې د موی ټای د نړیوالۍ فډراسیون له خوا یې د مېړنۍ مبارزې لقب ترلاسه کړ، اوس هڅه کوي چې د موی ټای د نړۍ د تنکیو ځوانانو د موی ټای د اتلولۍ په سیالیو کې هم لاسته راوړنه ولري.
د نړۍ د تنکیو ځوانانو د موی ټای د اتلولۍ سیالۍ، ټاکل شوې ده موده وروسته په سوېلي کوریا کې ترسره شي.
زهرا رضايي ۱۸ کلنه ده او څلور کاله کېږي چې د افغانستان د موی ټای ملي لوبغاړې ده.
رضايي شپږ کاله مخکې د رزمي سپورټ نړۍ ته راغله او د موی تای لومړني تخنیکونه یې د موی ټای فډراسیون د مرستیال له استاد جمیل محمدي څخه زده کړي دي.
ښاغلي محمدي د زهرا په اړه څرګنده کړه:«زه له هغې لومړیو څخه چې زهرا موی ټای پیل کړي، پوه شوم چې دغه لوبغاړې له ډېر استعداد او بدني ځواک څخه برخمنه ده او حتا د نجونو په ملي لوبډله کې له هغې سره د مبارزې لپاره هېرېږي.زهرا هغه لوبغاړې ده چې کولای شي په راتلونکې کې د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې ترلاسه کړي.»
زهرا رضايي په ۲۰۱۶ کال کې د لومړي ځل لپاره د موی ټای په څانګه کې د افغانستان د ملي لوبغاړۍ په توګه په ټالینډ کې د موی ټای په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ او له دوه بریاوو او یوې ماتې سره، د افغانستان لپاره یې د سپينو زرو مډال ترلاسه کړ.
زهرا له دغې څانګې سره د خپلې لېوالتیا په اړه وویل:«ما له ماشومتوب څخه له رزمي سیالیو سره مینه لرله او کله چې دغې نړۍ ته راغلم، موی ټای مې یو بشپړ رزمي هنر وموند او ډېره هڅه مې وکړه اوهمدارنګه د کورنۍ هڅونه مې وه چې ما په دغې څانګه کې پرمختګ وکړ.»
د زهرا یوې ملګرې او د موی ټای په څانګه کې د افغانستان ملي لوبغاړې راضیه حسني هم د هغې په اړه وايي:«رضايي یوه ډېره با احساسه او د موی ټای په فني او حرفهيي مهارتونو سمباله ده، موږ خوشحاله یوو چې د هغې په څېر یوه لوبغاړې په لوبډله کې لرو او له زهرا څخه څه زده کوو.»
د زهرا رضايي د پښو او لاسو له ځواکه ډکو ګذارونو او لوړ بدني ځواک هغه یې په یوې بشپړې مبارزې بدله کړې ده.
د هېواد دغه غوره مبارزه، اوس تنکیو ځوانانو د اتلولۍ په سیالیو کې د حضور لپاره چمتووالی نیسي.