Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان لوبغاړي د چین په ازادو سیالیو کې ګډون کوي

د افغانستان د ازادو سیالیو یا (ام ام اې) لوبغاړي د چین په ازادو سیالیو کې ګډون کوي.

دغه سیالۍ چې د جولای په ۲۸ مه د چین په کوربتوب د دغه هېواد په هاربین ښار کې ترسره کېږي.

د افغانستان په استازیتوب دوه لوبغاړي او یو روزونکی ګډون کوي.

په دغو سیالیو کې د ۱۸ اسیايي هېوادونو لوبغاړي ګډون کوي.

د هېواد د ازادو سیالیو د ملي لوبډلې درې تنو په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره د چهارشنبې په ورځ چین ته سفر وکړ.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب په مثبت ۸۰ کیلوګرام وزن کې صبرالله بیګزاد او په ۷۰ کیلوګرام وزن کې شیرشاه مبارز ګډون کړی دی.

د هېواد د رزمي سپورټونو فډراسیون رییس بازمحمد مبارز په دې اړه وویل:«موږ په دغو سیالیو د ازادو سیالیو دوه غوره اتلان انتخاب کړي. هیله لرم چې په دغو سیالیو کې یوه ښه لاسته راوړنه ولرو.»

لوبغاړي صبرالله بیګزاد په دې اړه څرګنده کړه:«په دغو سیالیو کې ۱۸ هېوادونه ګډون کوي چې له نېکه مرغه د افغانستان له ملي لوبډلې هم په دغو سیالیو کې ګډون کوي.»

شریک یي کړئ