Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بشیرتره‎کی او د تکواندو په برخه کې یې کارکړنې

د تکواندو روزونکي، بشیر تره‎کي ۱۳۹۶ هجري لمریز کال کې د کابل په کارتې پروان کې د افغانستان کې د تکواندو یوه تن‎ بنسټ اېښودونکي، استاد منیر احمد تر څار لاندې دا لوبه پیل کړه.

ښاغلي تره‎کي د تکواندو په برخه د لاسته راوړنو سره په ۱۳۷۶ کال کې د کابل او ننګرهار ترمنځ دوستانه لوبو کې په درېیم وزن کې اتلولي ترلاسه کړه او دوه کاله وروسته یې د هېواد ملي لوبډلې ته لاره بيدا کړه او په هند کې یې د حسن نیت لوبو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

ده د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته د افغانستان ملي لوبډلي روزنه پر غاړه واخیسته.

ښاغلی تره‎کی وايي:«شپه او ورځ مې زحمت ویست، هڅه مو وکړه او وتوانیدو د خدای په هیله هغه هیلې چې د افغانستان خلکو د تکواندو له برخې درلودې له لومړنیو لوبو تر المپيک لوبو پورې چې روح‎الله نیکپا مډال ترلاسه کړ او خلک یې خوشاله کړل، لږ وجدان ته راحته یوو.»

د ښاغلي تره‎کي د روزنې پرمهال افغانستان ډېرې لاسته راوړنې درلودې چې له ډلې یې په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې نثاراحمد بهاوي له آسیايي لوبو د برونزو مډال ترلاسه کړ او یو کال وروسته یې د نړۍ له اتلولیو لوبو د سپیوزرو مډال ترلاسه کړ، همداراز د تنکیو ځوانانو په برخه کې ۲۰۰۸ کال کې سید حسین رضايي او محمود حیدري لاسته راوړنې درلودې او په روح‎الله نیکپا لومړنی د المپیک لوبو مډال ترلاسه کړ او همداراز ۲۰۱۶ کال کې د آسیا سویل لوبو څخه د ۶ د سروزرو او د یو سپینو او یو د برونزو مډالونو یادونه وکړو.

روح‎الله نیک‎پا وايي:«په تېرو څو کلونو چې افغانستان له بهر څخه مډالونه ترلاسه کړل د دې روزونکو د زحمت پایله وه، دوی زیار ویست او موږ به یې هېر نکړو.»

تره‎کي د پهلوانۍ ترڅنګ په ۱۳۸۵ کال کې د بدني روزنې په برخه کې هم لسانس ترلاس کړی دی.

افغانستان په ۱۳۸۰ کال کې بهرنیو لوبو ته مخ کړه او تر اوسه پورې ۲۰۰ د سرو، سپینو زرو او برونزو مډالونه یې لوبغاړو ترلاسه کړي دي.

افغانستان په ۱۳۸۰ کال کې بهرنیو لوبو ته مخ کړه او تر اوسه پورې ۲۰۰ د سرو، سپینو زرو او برونزو مډالونه یې لوبغاړو ترلاسه کړي دي

شریک یي کړئ