Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بنګله‎دېش سره د هېواد د کرېکټ لوبډلې د سیالیو وخت او ځای مشخص شو

د افغانستان کرېکټ بورډ، د بنګله‎دېش د کرېکټ ملي سره د درې ۲۰ اوریزو سیالیو وخت او ځای اعلان کړ.

ټاکل شوې ده چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله، د بنګله‎دېش له ملي لوبډلې سره درې ۲۰ اوریزې لوبې، د افغانستان په کوربه‎توب د هند د دهرادون ښار په راجیوګاندي لوبغالي کې ترسره کړي.

د دغو سیالیو لومړی پړاو به د روان لمریز کال د غبرګولي په ۱۴ مه نېټه ترسره شي، دویمه او درېیمه لوبې به د غبرګولي په ۱۵ او ۱۷ کې ترسره شي.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې له بنګله‎دېش سره تراوسه یوازې یوه لوبه په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې ترسره کړې ده چې لوبه د بنګله‎ډېش د ملي لوبډلې په ګټه پای ته رسېدلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰ اوریزو سیالیو په نړیواله ډلبندۍ کې افغانستان اتم او بنګله‎دېش ۱۰ ځای لري.

ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته، د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله په خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه کې د هند په وړاندې خپل بخت ازمايي.

د دغو سیالیو لومړی لوبه به د روان هجري لمریز کال د غبرګولي په ۱۴ نېټې ترسره شي او درېیمه یا وروستۍ لوبه به یې د همدغې میاشتې په ۱۷نېټه ترسره شي.

شریک یي کړئ