Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طوفان هریرود د غوره لیګ پای لوبې ته لار وموندله

د طوفان هریرود لوبډلې د افغانستان د فوټبال غوره‎لیګ پای لوبې ته لار وموندله.

طوفان هریرود لوبډله د نیمه‎پای لوبې په لومړۍ لوبه کې وتوانېده چې د سپین غربازانو ته ۲-۰ په وړاندې ماتې ورکړي او پای لوبې ته لار پيدا کړي.

د دغې لوبې په پای کې د طوفان هریرود لوبډلې مدیریت د دغو سیالیو د مسلکي کادر له خوا د انظباطي اصولو تر پښو لاندې کولو له امله اخطاریه ترلاسه کړه.

لوبه د طوفان هریرود په غوره والي پیل شوه او د دغې لوبډلې لوبغاړو د سیالۍ لوبډلې پر دروازه څو ښه موقعیتونه جوړ او وتوانېدل چې د لوبې په ۱۸ دقیقه معروف محمدي وتوانېد چې لومړی ګول ووهي.

د لوبې په لړ کې دواړه لوبغاړو هڅه وکړه چې د خپلې لوبډلې لپاره ګول ووهي خو لومړۍ نیمه د طوفان هریرود له بریا ۱-۰ په وړاندې پای ته ورسېده.

دویمه نیمايي هم د طوفان هریرود توپاني پیل کړه او د لوبې په ۴۷مې دقیقې کې د پينالتي ضربه ترلاسه کړه او دا ضربه بیا هم معروف محمدي په ګول بدله کړه.

د لوبې تر پایه دواړه لوبغاړو ډېرې هڅې وکړي چې د یو بل دروازې پرانیزي خو په دې کار ونه‎توانېدل، او لوبه د ۲-۰ له پایلې سره د طوفان هریرود په ګټه پای ته ورسېده.

ټاکل شوې ده چې فوټبال غوره لیګ اتم پړاو د نیمه‎ پای لوبې په دویمه لوبه کې شاهین اسمايي او سیمرع البرز د یو بل په وړاندې بخت وازمايي.

شریک یي کړئ