Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفوټبال د ۱۶ کلنو ملي لوبډله له دویم مقام سره هېواد ته راستنه شوه

د هېواد د فوټبال د شپاړس کلنو ملي لوبډله د مرکزي اسیا د فوټبال جام په سیالیو کې د دویم مقام له ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شوه.

د هېواد ملي لوبغاړو په دغو سیالیو کې چې د ازبیکستان په کوربه توب په دغه هېواد کې ترسره شوې وې. د تاجیکستان او قرغزستان په وړاندې دوه بریاوې او د ازبیکستان په وړاندې له یوې ماتې سره دویم مقام خپل کړ.

د فوټبال د۱۶ کلنو د ملي لوبډلې روزونکی سید هادي کاظمي په دې اړه وویل:«موږ په دغو سیالیو کې دا وموندله چې په لوبډله کې بدلون ته اړتیا لرو او موږ به دا بدلون ډېر ژر رامنځته کړو او له شنبې وروسته به بېرته خپل تمرینات پيل کړو.»

نعمان ولیزاده لوبغاړی په دې اړه وايي:«موږ له دغو سیالیو ډېرې ښې تجربې ترلاسه کړې او انشاالله چې په راتلونکو سیالیو کې ښې پایلې به ترلاسه کړو.»

په همدې اړه د فوټبال فدراسیون مسوولین د شپاړس کلنو له کار کړنو ستاینه کوي.

د هېوا د فوټبال فدراسیون رییس کرام الدین کریم په دې اړه څرګنده کړه:«دا د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده چې وتوانېدل دویم مقام یې ترلاسه کړ او موږ د دغې لوبډلې له کړنو خوشحاله یوو او هیله لرو چې په راتلونکو لوبو کې ښه وځلېږي ترڅو د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې راوړي.»

تمه کېږي چې د هېواد د ۱۶ کلنو فټبال لوبډله د روان کال سپټمبر په میاشت کې د ملتونو جام سیالیو کې د لوبېدو په موخه مالیزیا ته ولاړ شي.

دغه راز، ملي لوبغاړي به په دې سیالیو کې په څلورمې ډله کې له سوېلي کوریا، اسټرالیا او عراق سره به لوبه وکړي.

شریک یي کړئ