Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د «شب نبرد» سیالیو لومړنی پړاو نن شپه په کابل کې پیلېږي

د شپ بنرد سیالیو لومړنی پړاو نن شپه د افغان او روسي لوبغاړو له ګډون سره په کابل کې پیلېږي.

دا سیالۍ د واورین پړانګ مبارزاتي سیالیو سازمان(SLFC) په همکارۍ د «موبي ګروپ» له خوا جوړې او نن شپه (د سلواغې په ۶ مه) نهه بجې په ژوند بڼه د لمر او طلوع له ټلوېزیونونو څخه خپرېږي.

د دغو سیالیو په لومړی لوبه کې، د هېواد دوه لوبغاړي حسین بخشي صفري او فیض الله قادري د یو بل په وړاندې د لوبې ډګر ته وردانګي او په دویمه لوبه کې، له افغانستانه واحد نژند، د خپل روسي سیال کامل مکمدوف په وړاندې لوبېږي او همدارنګه په درېیمه لوبه کې افغان لوبغاړی روح الله محمدي د اسماعیلوف روسي سیال په وړاندې به خپل بخت وازمايي.

د شب بنرد سیالۍ، د ازادو سیالیو د ودې او د غوره څېرو د معرفي کولو په منظور په هېواد کې په لاره اچول شوي دي.

ټاکل شوې ده چې نن شپه شپږ لوبغاړي څلور افغان او دوه روسي د یو بل په وړاندې د شب بنر سیالیو په لومړني پړاو کې خپل بخت وازمايي.

تصویر بندانگشتی

د شپ بنرد سیالیو لومړنی پړاو نن شپه د افغان او روسي لوبغاړو له ګډون سره په کابل کې پیلېږي.

دا سیالۍ د واورین پړانګ مبارزاتي سیالیو سازمان(SLFC) په همکارۍ د «موبي ګروپ» له خوا جوړې او نن شپه (د سلواغې په ۶ مه) نهه بجې په ژوند بڼه د لمر او طلوع له ټلوېزیونونو څخه خپرېږي.

د دغو سیالیو په لومړی لوبه کې، د هېواد دوه لوبغاړي حسین بخشي صفري او فیض الله قادري د یو بل په وړاندې د لوبې ډګر ته وردانګي او په دویمه لوبه کې، له افغانستانه واحد نژند، د خپل روسي سیال کامل مکمدوف په وړاندې لوبېږي او همدارنګه په درېیمه لوبه کې افغان لوبغاړی روح الله محمدي د اسماعیلوف روسي سیال په وړاندې به خپل بخت وازمايي.

د شب بنرد سیالۍ، د ازادو سیالیو د ودې او د غوره څېرو د معرفي کولو په منظور په هېواد کې په لاره اچول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه