د هېواد کريکټ ملي لوبډله د آسیا جام سیالیو په لړۍ کې له هند سره خپل بخت ازمايي. دا د آسیا جام سیالیو روانې لړۍ کې د افغانستان وروستۍ لوبه ده.
لوبه به نن(سېشنبې د تلې په ۳مه نېټه) د کابل پر وخت مازدیګر څلور بجې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۴ زیږدیز کال د آسیا جام پنځوس اوریزو سیالیو په لړ کې هند افغانستان ته د اتو ویکټو په توپیر ماته ورکړې وه.
د هېواد کریکټ ملي لوبډلې د آسیا نړیوال جام روانو سیالیو کې له سریلانکا او بنګله دیش نه لوبې وګټلې، خو پاکستان او بنګله دیش ته یې لوبې وبایللې.