ټاکل شوې ده چې د ایټالیا د «روم» او د اسپانیا د «بارسلونا» لوبډلو ترمنځ نن شپه (د وري په ۲۱مه) د روم ښار په اولمپیک لوبغالي کې لوبه ترسره شي.
بارسا د تګ په لوبه کې وتوانېد چې روم ته څلور په یوه ماته ورکړي او په ارامه نن د ایټالیا پلاژمېنې ته سفر وکړي.
د والورده شاګردانو چې په لالیګا کې خپله اتلولي نېږدې کړې او په کوپا کې هم د اتلولۍ چانس لري، او په اروپا کې هم د اتلولۍ په هڅه کې دي او داسې ښکاري چې نیمه پای لوبې ته یې تګ له کوم خنډ سره به مخ نهشي.
د فرانچسکو شاګردان په خپل کور کې د بارسا دروازه باید درې ځله پرانیزي او هېڅ ګول هم ونه خوري ترڅو بل پړاو ته لاره پیدا کړي.
د دغو دو لوبډلو ترمنځ د ۶ ځله تقابل په پایله کې، بارسا درې بریاوې او ۲ مساوي او یوه بریا هم د روم ترلاسه کړې ده.