Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبو لړۍ مساوي پای ته ورسېده

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره د لوبو لړۍ پنځمه لوبه شنبې(د کب په ۱۹مه نېټه) ترسره کړه ایرلنډ دغه لوبه د ۵ویکټو په توپیر وګټله او په دې سره دا لړۍ د د واړو هېوادونو ترمنځ ۲ـ۲ په مساوي توګه پایته ورسېده.

دغه لوبه کې د ایرلنډ لوبډلې لوبغاړي، بیل بیرني د لوبې غوره لوبغاړه وټاکل شو.

ټاکل شوې دواړه لوبډلې یوه ټسټ لوبه هم سره ولري.

افغان لوبډلې که څه هم په پیل کې د شهزاد محمدي په ګډون پیلوونکي لوبغاړي یو په بل پسې له لاسه ورکړل، خو بیا هم لوبډلمشر اصغر افغان تر ډېره ودرېده او د محمد نبي او راشدخان سره یې غورې ملګرتیا ته تر وروستیو شېبو دوام ورکړ او تر دې چې ۸۲ ناسوځېدلې منډې یې جوړ کړې.

په لوبه کې پر افغان سربېره محمد نبي هم ښه وځلېده او د خپلې لوبډلې په ګټه یي ۴۰ منډې ترلاسه کړې، خو راشدخان هم له چا کم نه و او د تل په څېر یي بیا هم خپلې لوبډلې ته ګټه وکړه او ۳۵ ناسوځېدلې منډې یې ترلاسه کړې.

په دغه لوبه کې افغان لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په ټولو ۵۰ اورونو کې ۲۱۷ منډې هدف وټاکه چې د ایرلنډ د توپوهونکو له ډلې ډکرېل دوه، مرټاګ، مک براین، کامیرون او سیمي سینګ په ترتیب سره یوه-یوه ویکټه واخیسته.

همداراز ایرلنډ لوبډلې لوبغاړي هم د توپ اچوونې په برخه کې ښه وځلیدل او دکرول وتوانید چې د خپلې سیالې دوه لوبغاړي له لوبې وباسي.

ایرلنډ په ۴۸ اور کې د ۵ لوبغاړو له سوځېدو سره ورکړل شوې موخه پوره کړه.

افغان لوبغاړي په دې لوبه کې د سیالې لوبډلې یوه ویکټه واخیسته او په دې سره یې په نړیوالو لوبو کې د ۲۰۰ ویکټو اخیستو شمېر پوره کړ.

ټاکل شوې افغانستان او ایرلنډ د روانې مارچ میاشتې په ۱۵مه سره تست یا پنځه ورځنۍ لوبې ولري.

له ايرلنډ سره په لوبو کې اصغر افغان وتوانید چې د میدان او همداراز د ایرلنډ لوبډلې لوبغاړي، بیل بیرني د یوې ورځنیو لوبو غوره لوبغاړي لقب خپل کړ

شریک یي کړئ