Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او فلسطین د ملي لوبډلو د دوستانه سیالۍ لپاره چمتووالی

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې د زمري په ۲۸ مه شپه په یوې دوستانه لوبه کې سره مخامخ شي.

ټاکل شوې ده چې دا لوبه کابل کې د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شي. او دا لوبه هېواد د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنې لپاره ترسره کېږي.

ټاکل شوې چې د فلسطین فوټبال لوبډله تر راتلونکو شپږو ورځو د روانې زیږدیزې میاشتې په ۱۷مه کابل ته راشي، او له افغان لوبډلې سره تر سیالۍ وړاندې درې ورځني تمرینات هم وکړي.

د افغانستان د فوټبال فډراسیون د سیالیو د ترسره کولو مسوول سید علي کاظمي په دې اړه وویل:«ټول چمتووالی نیول شوی ترڅو سیالۍ له کومې ستونزې پرته ترسره شي او د «فیفا» او «ای اف سي» ته وښیوو چې موږ کولای شو ښه کوربتوب وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغان فوټبال ملي لوبډلې مدیر لوبډلې ته د نویو لوبغاړو د راتګ او رابلنې خبره هم کوي.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې مدیر مصطفي مهرزاد څرګنده کړه:«د لوبغاړو لپاره ډېر ښه چانس دی ترڅو ځان ښکاره کړي او له لوړې روحیې څخه به برخمن وي ځکه چې د فوټبال د زرګونو مینه والو په وړاندې دا روحیه لوړوي.»

د افغانستان او فلسطین تر منځ کابل کې د فوټبال سیالۍ، داوري به د ایران حسن اکرمي پر غاړه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ملي لوبډلې په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د پاکستان د ملي لوبډلې کوربه وه چې وتوانېد دغې لوبډلې ته درې د صفر په وړاندې ماتې ورکړي.

د افغانستان او فلسطین د فوتبال د ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ د افغاستان د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې په مناسبت به ترسره شي.

شریک یي کړئ