Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او هند ترمنځ د ټیسټ تاریخي لوبه پیل شوه

د افغانستان د کرېکټ د تاریخ لومړنۍ ټسټ لوبه نن د هند په بنګلور کې د هند د ملي لوبډلې په وړاندې پیل شوې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس ډاکټر عبدالله او د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي دغه لوبه دواړو هېوادونو ته لوی ویاړ ګڼي.

افغانستان تېر کال د ټېسټ لوبو اجازه ترلاسه کړې وه.

افغان لوبغاړي د څلورو ورځو لپاره په بنګلور کې د هند له ملي لوبډلې سره تسټ لوبه کوي.

د هند لومړی وزیر دا لوبه تاریخي بولي او زیاتوي دا د کرېکټ د نړیوالې شورا د یوه دایمي غړي پر وړاندې د افغانستان لومړنۍ ټسټ لوبه ده.

نوموړی زیاتوي دا د هندوستان لپاره د ویاړ ځای دی چې د افغانستان د کرېکټ له ملي لوبډلې کوربتوب کوي.

د ویلو ده افغانستان په دې وروستیو کې د کرېکټ د نړیوالې شورا دایمي غړیتوب هم ترلاسه کړی.

د کرکټ لوبه له هغو لوبو ده چې ۲۵ کال  مخکې په افغانستان کې هېوادوال ورسره نا اشنا وو.

خو د پنځلسو کالونو پرمهال د خلکو په زړونو کې يې ځانګړی ځای پيداکړ چې له دې کبله د دې ورزش په مخکې ټول خنډونه لیرې او ځانګړی ځای يې ونیو.

اوس مهال سپين پړانګ ګان یعنې د کرېکټ ملي لوبغاړي په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د کرېکټ نړیوالې شورا دایمي غړي هېواد له هند سره ټسټ سیالۍ ترسره کوي.

دا د افغانستان د ورزش لپاره یوه ځانګړې ورځ ده، نو له همدې کبله د ملي یووالي حکومت یو مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د کرېکټ نړیوالې شورا له رییس  سره یو ځای د دې لوبې د درناوي په موخه د کرېکټ لوبغالي ته ورښکته کېږي.

ښاغلي عبدالله په خپل ټوېټر پاڼه لیکي:«زه د تاریخي ټیسټ لوبې د پرانیستې لپاره چې په بنګلور ښار کې د هېواد ملي لوبغاړي د هند د ملي لوبډلې په وړاندې ډګر ته وردانګي، ویاړم. افغانستان د دغې لوبې په ترسراوي سره، تاریخ به بدل کړي.»

هغه د هند د کرېکټ له بورډ څخه د افغانستان د کوربتوب په پار مننه وکړه.

بل لور د هېواد د کرېکټ بورډ د رییس لخوا د افغان ولسمشر پيغام وړاندې کېږي او د دې لوبډلې د څانګړتیاوو په تړاو داسې څرګنده ونې لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ رییس عاطف مشعل وايي:« زه ویاړم چې زموږ د افغانستان اتلان سیالي کوي او تمه لرم چې افغانستان یوه ورځ یو د نړیوالو لوبډلو په حیث لوبه وکړي اوس‎مهال د افغانستان او هند د کرېکټ په اسیا کې دوه اصلي لوبډلې دي، نو له همدې اړخه زه د هند او بي سي سي آی څخه د افغانستان د لوبډلې په پرمختګ کې یې چې کار کړی دی مننه کوم.»

افغانستان له دې وروسته داسې یو دریځ لري چې له ۲۰۰۲ زیږدیز کال وروسته له زیاتو لاسته راوړنو سربېره د کرکټ نړیوالې شورا دایمي غړیتوب یې هم ترلاسه کړ.

د افغان کرېکټ ملي لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې ۲۰م  او په ۵۰ اوریزو سیالیو کې بیا لسم ځای لري، نو له همدې اړخه دا لوبه د دواړو لوبډلو لپاره په مخکې وېرې او لانجې لري.

په دغه سیالۍ کې لومړۍ توپ وهنه د هند کرېکټ لوبډلې پيل کړ چې دا لوبه به د څلورو ورځو لپاره دوام ولري.

افغان ملي لوبغاړي د لومړۍ شمارې لوبډلې په وړاندې د هند په بنګلور ښار کې لوبه کوي خو د افغانستان د کرېکټ په ملي لوبډله کې پیاوړي او ستوري لوبغاړي کم نه‎دي چې په دې تړاو يي  د افغانانو هیلې هم د بریا لپاره راټوکېدلې دي.

راشد خان ارمان پياوړی توپ اچوونکی او دویم آل رونډر نبي عیسي خېل هم په دې لوبه کې شته دي.

افغانستان د کرېکټ لوبو په یو داسې لوړ ځای ګي کې دی چې  په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې هم د نړیوال جام ۲۰ اوریریزې او ۵۰ اوریزې سیالۍ په مخکې لري.

لوبه دوام لري چې د لوبې په ۷۵ اور کې د هند ۶ لوبغاړي سوځېدلي او ۳۳۶ منډې یې هم ترسره کړي دي.

شریک یي کړئ