د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله د کرېکټ د درې اړخیزه یو ورځنیو لوبو په لړ کې نن د هند د الف لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ورځي.
دغه لوبې په سویلي افریفا کې ترسره کېږي.
د هند په وړاندې د افغانستان لوبه د افغانستان پر مهال د غرمي په ۱۲ بجو پیلېږي.
د هند په وړاندې د افغانستان راتلونکې لوبه د همدغې اوونۍ د سېشنبې په ورځ به ترسره شي.
افغانستان به د دغو لوبو په لړ کې همدارنګه د سوېلي افریفا د الف لوبډلې په وړاندې به هم یوه لوبه ولري.
د افغانستان د کرېکټ بورډ وايي چې د هند له الف لوبډلې سره د لوبېدو لپاره افغان لوبغاړو بشپړ چمتووالی نیولی او اړین تمرینونه یې ترسره کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تېره میاشت د کرېکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.
د سپورټي چارو ځینې شنوونکي وايي چې دا د افغانستان لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده.
هغوی وړاندیز کوي چې د افغانستان د کرېکټ بورډ خپل ځایګي د بشپړ غړیتوب ساتلو لپاره نوي پروګرامونه په لاس کې لري.